CRI Online

شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د ۹۹مې کاليزې په وخت کې د دغه ګوند نظريې او دندې بيان کړې

cri     (GMT+08:00) 2020-06-30 15:34:34

د روان کال د جولای لومړۍ نېټه به د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو له ۹۹مې کاليزې سره برابره وي. دغه ګوند په لومړي سر کې يوازې څه دپاسه ۵۰ تنه غړو په درلودلو سره جوړ او رامنځته شو او اوس په نړۍ کې تر ټولو لوی سياسي ګوند دی. د چين کمونېست ګوند څنګه د ډېرو ستونزو په لرې کولو سره پرمختګ کړی او کوي يې؟

د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ په مشرۍ د کمونېست ګوند د نوې دورې مرکزي کميټې د سياسي بيورو د دايمي غړو په ملتيا په ځانګړې توګه شانګهای او د جه جيانګ ولايت جيا شينګ ښار ته ولاړل او د دغه ګوند د لومړې ملي کنفرانس ځای څخه يې ليدنه وکړه، د دغه ګوند د جوړېدو تاريخ او په دغه ګوند کې د شامليدو او غړيتوب په اړه لوړې يې يادې کړې او د نوې دورې د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د ټولو غړو ټينګ سياسي باور يې اعلان کړ.

د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس راهيسې شي جين پينګ د خپل هېواد له زياتو بنسټيزو ځايونو څخه ليدنې کړې دي او په مسلسلو شپږو کلونو کې د بې وزلۍ له منځه وړلو په هکله سمينارونه يې جوړ کړي، په مسلسلو اتو کلونو کې د چين د ملي ولسي کانګرس او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د کلنيو غونډو په ترڅ کې له استازو او غړو سره يې د بېوزلۍ له منځه وړلو په هکله بحثونه کړي، په وار سره يې يو لړ ستراتيژيکي پلانونه وړاندې کړي دي.

په ۲۰۲۰ کال کې په چين کې د کوويد-۱۹ وبا په وړاندې د چين کمونېست ګوند په پيل کې وړانديز کړی چې د خلکو ژوند او روغتيا ته لومړيتوب ورکړي. د چين کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس راهيسې شي جين پينګ په هراړخيزه توګه د کمونېست ګوند د اداره کولو، د فساد ضد چارو کې د خلکو ټينګ باور تر لاسه کړی دی او د راتلونکې لپاره يې پر دې ټينګار کړی چې د کمونېست ګوند ټول غړي بايد خلکو ته لا غښتلي اغېزمن خدمتونه برابر او تر سره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای