CRI Online

د هانکانګ بېلا بېلو ټولنو له چين سره د هانکانګ د يو ځای کېدو ورځې د نمانځنې او د هېواد امنيت ساتنې قانون د هرکلي لپاره فعاليتونه ترسره کړل

cri     (GMT+08:00) 2020-06-30 15:46:32
د هانکانګ بېلا بېلو ټولنو له چين سره د هانکانګ د يو ځای کېدو ورځې د نمانځنې او د هېواد امنيت ساتنې قانون د هرکلي لپاره فعاليتونه ترسره کړل

د روان کال د جولای لومړۍ نېټه چين سره د هانکانګ د يو ځای کېدو د ۲۳مې کاليزې د يادونې ورځ ده. د دې ورځې په درشل کې د هانکانګ د بېلا بېلو ټولنو خلکو د دې ورځې د نمانځنې او په هانکانګ کې د هېواد امنيت ساتلو قانون د هرکلي لپاره يو لړ فعاليتونونه ترسره کړل.

په هانکانګ کې د لوک تونګ کيون په نوم د نړيوال ورزش عمومي غونډې د جون په ۲۸مه نېټه د هانکانګ په دا او ناحيه کې اړوند فعاليت ترسره کړ. په دغه فعاليت کې ګډونوالو د هېواد امنيت ساتلو له قانون څخه ملاتړ په ډاګه کړ او له خپل اصلي هېواد چين سره د هانکانګ د يو ځای کېدو د ۲۳مې کاليزې نمانځنه يې وکړه.

د هانکانګ د کلتور هڅونې کمېټې اجرائيه مشر ما هاو ون هم په دغه فعاليت کې ګډون کړی او د چين مډيا ګروپ له خبريال سره په مرکه کې يې وويل، زه ځيني ملګري لرم چې په فلمي چارو لګيا دي، د تېر کال په پای کې چې هانکانګ کې نښتې پېښې شوې، د دوی د چارو اندازه کابو ۳۰ سلنې ته کښته شوه، د روان کال په تېرو څو مياشتو کې د کوويد-۱۹ تر منفي اغېزې لاندې دغه اندازه يې کابو ۱۰ سلنې ته ټيټه شوه. کله چې د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې له خوا د هېواد امنيت ساتلو قانون د جوړېدو پرېکړې تر تصويبېدو وروسته، د دوی د چارو اندازه سمدلاسه ۸۰ سلنې ته لوړه شوې ده. له دې څخه ښکاري چې ياد قانون هانکانګيانو ته ډېر باور ورکوي. فکر کوم دا د هانکانګيانو لخوا د دې قانون د ملاتړ کولو عمده لامل دی.

په هانکانګ کې د ګوانګ شي ولايت د ټولنيزو ډلو عمومي غونډې د جون په ۲۹مه نېټه د هېواد امنيت ساتلو له قانون څخه د ملاتړ فعاليت ترسره کړ. په دغه فعاليت کې ګډونوالو په خپلو ويناوو کې له دغه قانون څخه ملاتړ څرګند کړ:

((د ګوانګ شي د ټولنيزو ډلو په عمومي غونډه کې ټول ۱۴۰ زره غړو په ګډه د هېواد امنيت ساتلو له قانون څخه او په يو هېواد کې د دوو سياسي نظامونو پلې کېدو له تګلارې څخه کلک ملاتړ کوي. دغه قانون به په هانکانګ کې د ارامتيا او سمسورتيا د لا ټينګېدو سبب وګرځي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای