CRI Online

په هانکانګ کې د چين د مرکزي حکومت نماينده ګۍ په هانکانګ کې د ملي امنيت د ساتنې له قانون څخه د ملاتړ اعلان وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-06-30 19:21:24

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د هانکانګ په خاصې اداري سيمه کې د مرکزي حکومت نماينده ګۍ د جون په ۳۰مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د ملي امنيت د ساتنې په اړه د چين ولسي جمهوريت د هانکانګ خاصې اداري سيمې قانون د چين د ۱۳ مې دورې ملي ولسي کانګريس د دايمي کمېټې په ۲۰مه غونډه کې تصويب شو او د چين ولسي جمهوريت د هانکانګ خاصې اداري سيمې د اساسي قانون د درېيمې ضميمې په توګه وټاکل شو. دغه نماينده ګي له دغه قانون او د دغه قانون د تطبيقولو په برخه کې د خاصې اداري سيمې د حکومت او په هانکانګ کې د مرکزي حکومت د ملي امنيت د ارګانونو له کارونو څخه د پوره ملاتړ اعلان وکړ.

په دغه اعلاميه کې ليکل شوي چې د چين لخوا د هانکانګ د حاکميت د بېرته اخيستلو د ۲۳مې کاليزې په درشل کې، ياد قانون چې د هانکانګ په دايمي امنيت او ( په يو هېواد کې د دوو نظامونو د پلي کولو) نظام پورې نژدې اړه لري، خپور شو او د پلي کېدو بهير يې شروع شوی دی. دا د هانکانګيانو په شمول د ټولو چينايانو په خوښه پيل شوی دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای