CRI Online

د څو هېوادونو شخصيتونه:د هانکانګ د ملي امنيت د ساتنې قانون به په واقعي توګه د چين ملي حاکميت وساتي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-30 20:10:08

د څو هېوادونو شخصيتونو په دې وروستيو کې څرګنده کړه چې د چين ملي ولسي کانګرس د دې هېواد له اساسي قانون او د هانکانګ له اساسي قانون سره سم د هانکانګ د ملي امنيت ساتنې قانون جوړ کړی او د ملي امنيت پر وړاندې شته ګواښونه يې له منځه وړلي ، دا عمل عادلانه او قانوني دی او هېڅ غلطي نه لري.د هانکانګ د ملي امنيت ساتنې قانون په واقعي توګه د چين د ملي حاکميت ساتنه کوي او د هانکانګ د دايمي ثبات او سمسورتيا لپاره هم ګټور دی.

د ايران د پارلمان لومړي مرستيال اميرحسين قاضی زاده هاشمي وويل چې د چين ملي ولسي کانګرس د قانون د جوړولو ارګان په توګه د هانکانګ د ملي امنيت د ساتنې قانون د جوړولو حق لري. له دغه قانون څخه د هانکانګ په ګډون د دې هېواد د ارضي تماميت د امنيت د تضمين لپاره د چين هڅې څرګندېږي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای