ياجا کلی د چين ګان سو ولايت د لين تان ولسوالۍ په با جياو علاقه دارۍ کې پروت دی. په دې وروستيو کلونو کې ددې کلي سيلانيزو چارو د دې ولسوالۍ سيمه ييز حکومت د مرستې پرمټ چټک پرمختګ کړی دی. تر اوسه پورې د دې کلي ۲۵ کورنيو بزګرانو هوټلونه جوړ کړي دي. ځايي حکومت هم دوی ته بې ګټې او بې سوده پورونه برابر کړي.دغه راز کليوالو نه يوازې د خپل چاپيريال کيفيت ښه کړی ، بلکې په خپل کور کې پر دندو بوخت دي او ښه عايد تر لاسه کوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |