CRI Online

په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتونکی قانون تصويب شو

cri     (GMT+08:00) 2020-06-30 20:22:59

د جون په ۳۰مه نېټه، د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې په ۲۰مه غونډه کې (( د چين ولسي جمهوريت د هانکانګ په خاصې اداري سيمه کې د ملي امنيت ساتونکی قانون )) تصويب شو او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ۴۹م رئيسه حکم سره توشيح شو. په ياده غونډه کې د هانکانګ د اساسي قانون په درېيمه ضميمه کې د دولت په کچه د اضافي قانون د زياتولو په باب د دې دايمي کميټې پرېکړه هم تصويب شوه.

په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتونکی قانون د يادې دايمي کميټې لخوا د (( په هانکانګ کې د ملي امنيت د ساتنې د قانون او اجراييه ميکانيزم د جوړونې او بشپړتيا په اړه د چين د ملي ولسي کانګرس پرېکړې )) له مخې جوړ شوی دی. دغه قانون ۶ برخې او ۶۶ مادې لري، چې پکې د ملي امنيت د ساتنې په برخه کې د هانکانګ مسوليتونه او سازمانونه، له وطن څخه د بېلتون د غوښتنې جرم، د وطن د سياسي قدرت تر پښو لاندې کولو جرم، د ترهګريز فعاليت جرم او له بهرنيو خواوو سره د وطن د امنيت د ويجاړولو جرم، په هانکانګ کې د مرکزي حکومت ملي امنيت ساتونکي ارګانونه او داسې نور په ډاګه شوي دي، او په دې سره په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتونکی قانون او اجراييه ميکانيزم جوړ شوی دی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای