د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو څو ورځې مخکې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې په اړه د چين حکومت پر اړوندو اداري تدبيرونو نيوکه وکړه. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جون په ۳۰مه نېټه د امريکا له ځينو سياستوالو څخه غوښتنه وکړه چې سمدلاسه د تش په نامه د شينجيانګ مسئلې په پلمه د چين له بدنامولو څخه لاس واخلي.
نوموړي په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې د مايک پومپيو خبرو ته ځواب ورکړ او ويې ويل چې مايک پومپيو چټي او بې ځايه خبرې کوي. د چين حکومت تل د ملي لږکيو په شمول د بېلا بېلو قومونو د خلکو د حقه حقوقو د ساتلو لپاره هڅې کوي. له اوږدې مودې راهيسې، د چين حکومت د نفوس تګلارې په برخه کې د اويغوري قوم په شمول ملي لږګيو ته لا زيات امتيازات برابر کړی دي. له ۱۹۷۸م کال څخه تر ۲۰۱۸م کاله پورې په شينجيانګ کې د اويغوري قوم نفوس له ۵ ميليونه او ۵۵۰ زرو تنو څخه ۱۱ميليونو او ۶۸۰ زرو تنو ته زيات شوی دی، چې دغه شمېر د شينجيانګ په عمومي نفوسو کې شپږ څلوېښت اعشاريه اته فيصده نيسي. له دې څخه څرګندېږي چې د مايک پومپيو خبرې ناسمې دي.
نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې ځيني امريکايي سياستوال بايد په سمو سترګو خپلو مسئلو ته وګوري او بايد سمدلاسه د تش په نامه د شينجيانګ مسئلې په پلمه د چين له بدنامولو او د چين په کورنيو چارو له لاسوهنې څخه لاس واخلي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |