CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د ملي امنيت د ساتنې په اړه د چين ولسي جمهوريت د هانکانګ خاصې اداري سيمې قانون د تصويبېدو په باب خبرې

cri     (GMT+08:00) 2020-07-01 13:02:09

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د جون په ۳۰مه نېټه د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې په ۲۰مه غونډه کې د ملي امنيت د ساتنې په اړه د چين ولسي جمهوريت د هانکانګ خاصې اداري سيمې قانون د تصويبېدو په باب خبرې وکړې.

نوموړي وويل، دغه قانون د " يو هېواد، دوه نظامونه " تګلارې د غوره کېدو په جريان کې مهم رول لوبوي او د چين د ملي حاکميت، امنيت او انکشافي ګټو ځواکمنه ساتنه ده. له دې قانون څخه د ملي امنيت د ساتنې لپاره د هانکانګيانو په ګډون د ټولو چينايانو ټينګ هوډ ښکاري. هانکانګ د چين اداري واحدونو جوړښت يوه خاصه اداري سيمه ده، د هانکانګ په چارو کې له هر ډول بهرني لاسوهنې سره د مخالفت لپاره د چين ټينګ هوډ پر ځای او نه دی بدل شوی. هر قوت، هر حالت د ملي حاکميت او د هانکانګ د ثبات او سمسورتيا د ساتنې لپاره د چين حکومت او خلکو ټينګ هوډ نه شي بدلولای. د چين د ملي حاکميت، امنيت او پرمختګ د خرابولو په موخه هر ډول پلان به حتمأ ناکام شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای