د هانکانګ د خاصې ادارې سيمې مشرې کاري لام د جون د ۳۰مې نېټې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د چين د ۱۳ مې دورې ملي ولسي کانګريس د دايمي کمېټې په ۲۰مه غونډه کې د ملي امنيت د ساتنې په اړه د چين ولسي جمهوريت د هانکانګ خاصې اداري سيمې قانون د تصويبېدو هرکلی او ملاتړ څرګند کړ او پر دې يې باور وښود چې د هانکانګ ټولنې ثبات به د دې قانون له پلي کېدو وروسته وساتل شي.
هغې دې ته اشاره وکړه چې د هانکانګ خاصه اداري سيمه د چين د ولسي جمهوريت د خاورې يوه نه بېلېدونکې برخه ده، د چين په اساسي قانون کې ټاکل شوې ده چې د چين د ملي حاکميت، امنيت او پرمختګ ساتنه د هانکانګ دنده هم ده، برسيره پر دې، ملي امنيت د هانکانګ له ښاريانو سره هم نژدې اړيکې لري.
هغې له دې امله د چين له ملي ولسي کانګرس څخه مننه وکړه چې د دې قانون د جوړېدو په جريان کې يې د هانکانګ د خاصې اداري سيمې حکومت او د بېلا بېلو ټولنو نظرونه راغونډ کړي دي او و يې ويل، زه باور لرم چې د دې قانون له نافذېدو وروسته به په هانکانګ کې کشمکش له منځه يووړل شي، حالات به ثبات ومومي، هانکانګ به اقتصادي پرمختګ او د خلکو ژوند ښه والي ته بيا پاملرونه وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |