CRI Online

۵۰ هېوادونو د ملي امنيت د ساتنې په اړه د چين ولسي جمهوريت د هانکانګ خاصې اداري سيمې قانون د تصويبېدو هرکلی وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-07-01 13:07:20

د م م د بشري حقوقو شورا ۴۴مه غونډه د جون په ۳۰مه نېټه په ژنيو کې تر سره شوه، د کيورا په ګډون د ۵۳ هېوادونو استازو په دې غونډه کې د ملي امنيت د ساتنې په اړه د چين ولسي جمهوريت د هانکانګ خاصې اداري سيمې قانون د تصويبېدو هرکلی وکړ.

کيوبا وويل، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاس نه وهل د م م د منشور مهم اصل او د نړيوالو اړيکو د ساتنې بنسټيز اصل دی. د ملي امنيت د ساتنې قانون جوړول د هر هېواد حق دی، دا د بشري حقوقو په باب مسئله نه ده.

کيوبا وويل، موږ پر دې ټينګار کوو چې د هانکانګ خاصه اداري سيمه د چين خاروې نه بېلېدونکې برخه ده. د هانکانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي، نور هېوادونه په دې کې د لاسوهنې هېڅ حق نه لري. موږ له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کوو چې د هانکانګ چارو له لارې د چين په کورنيو چارو کې له لاسوهنې څخه دې لاس واخلي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای