د نړيوال بانک د منځنۍ اسيا مسئولې ليليا برونجوک څو ورځې مخکې د قزاقستان خبري رسنيو ته ويلي، په منځنۍ اسيا کې د بېوزلو کسانو شمېر به د کوويد-۱۹ د خپرېدو له امله ۱۴ لکه يا ۲۶ لکه زيات شي.
نړيوال بانک ويلي، په راتلونکې يوه موده کې د منځنۍ اسيايي هېوادونو د اوزګاره وګړو انډول او د بېوزلو کسانو شمېر د زياتوالي شمېر به د کوويد-۱۹ د خپرېدو له حالاتو او له دې ناروغۍ سره د مقاومت لپاره د بېلا بېلو هېوادونو له تدبيرونو سره اړه لري. اوس د سيمه ييزو هېوادونو حکومتونه د اقتصاد د هڅولو او د بېوزلۍ د مخنيوي لپاره درې تدبيرونه لري، لومړی، د کورنيو توليداتو اندازه دې زياته شي، د کورونو جوړولو پر کاروبار باندې دې پانګونې زياتې شي، څو لا زيات کارونه برابر کېدای شي. دوهم، د ټولنيز تضمين سويه دې لوړه شي او د بېوزلو کورنيو لپاره مرستنديه مالونه او مسلکي روزنې برابرې شي، درېيم، د بهرنيو کارګرو شمېر دې کم شي. مثلاً، پروسږ کال قزاقستان ۳ لکه او ۳۶ زره بهرني کارګران رابللي وو، سږ کال دغه شمېر ۳ لکه ۶۰ زرو ته کم شوی دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |