CRI Online

په م م کې د چين دايمي پلاوي د امريکا د دايمي استازي ناسمې خبرې رد کړې

cri     (GMT+08:00) 2020-07-01 13:16:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين د دايمي پلاوي وياند د جون په ۳۰مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د چين په اړه د امريکا د دايمي استازي ناسمې خبرې رد کړې.

په م م کې د امريکا دايمي استازي د جون په ۳۰مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د چين د بشري حقوقو په باب ناسمې خبرې وکړې، د چين په کورنيو چارو کې يې لاسوهنه کړې، چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي.

د چين حکومت تل خلکو ته لومړيتوب او اهميت ورکړی، د پرمختګ تر څنګ يې د بشري حقوقو د ساتنې کار پر مخ بيولی دی، په ټينګه يې چيني ځانګړتيا لرونکې انکشافي لاره ساتلې ده او د بشري حقوقو د ساتنې په ساحه کې يې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د چين په ځمکه کې، جګړې، بې کوره کېدل او ډار نه شته، ۱۴۰۰ ميليونه چينايان د خپلو کوښښونو له لارې امن، ازاد، نيکمرغه او خوشاله ژوند کوي، دا نه يوازې د بشري حقوقو د ساتنې تر نورو ښه بېلګه ده، بلکې نړۍ ته د چين لوی خدمت هم دی. اوس مهال، د امريکا د بشري حقوقو د ساتنې مسئله ډېره د پام وړ ده، د بشري حقوقو شورا بيړنيو بحثونو تازه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د جارج فلويد د قصدي وژلو سخته غندنه کړې ده، موږ له امريکا څخه غوښتنه کوو چې لومړی بايد خپلو ستونزو ته پاملرنه وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای