CRI Online

د م م د بشري حقوقو عالي کميشنرۍ : د کوويد=۱۹ د خپرېدو حالت د ټولنيزې نابرابرۍ د سختېدو سبب ګرځي

cri     (GMT+08:00) 2020-07-01 13:21:12

د م م د بشري حقوقو شورا ۴۴مې دورې غونډه د جون په ۳۰مه نېټه په ژنيو کې پرانيستل شوه، پکې د م م د بشري حقوقو د عالي کميشنرۍ لوړپوړي چارواکي ميچيل باچيليت دا ويلي دي، چې د کوويد-۱۹ د خپرېدو حالت د ټولنيزې نابرابرۍ د سختېدو سبب ګرځېدلی او له بېلا بېلو هېوادونو څخه يې د شته نژادي تبعيض د له منځه وړلو غوښتنه وکړه.

نوموړي وويل، د کوويد-۱۹ د خپرېدو حالت د نړيواله سوله او پرمختګ تهديدوي او د بشري حقوقو پر بنسټ د عامې روغتيا د هڅونې، د وګړو د باور د لوړتيا او د ضعيفو کسانو د ساتنې لپاره د ځواکمنو پاليسيو د غوره کولو سبب ګرځېدلی، څو سخته شوې ټولنيزه نابرابري له منځه يووړل شي.

هغه دې ته اشاره وکړه چې د يادې شورا په ۴۳مه غونډه کې پر بشري حقوقو د تيري، شته نژادي تبعيض، د پوليسو د زور زياتي کړنو او د پر سوله ييزو لاريونونو د زور زياتي کړنو په باب بيړني بحثونه شوي دي، يادې شورا د بشري حقوقو د ساتنې لپاره د پوليسو د عادي کارونو په مهم رول هم ټينګار کړی دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای