CRI Online

شي جين بينګ : اقتصادي او ټولنيزه وده دې د اصلاحاتو له لارې وهڅول شي

cri     (GMT+08:00) 2020-07-01 14:57:30

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د جون په ۳۰ مه نېټه د دغه هېواد د ژورو اصلاحاتو کمېټې په ۱۴مه غونډې کې په وينا کې وويل چې چين بايد له نويو بدلونونو سره سم خپل اصلاحات ژور کړي او اقتصادي او ټولنيزه وده لاپياوړې کړي.

په ياده غونډه کې د چين د دولتي تصديو د اصلاحاتو په اړه د درې کلنو عملياتو پلان او څو نور سندونه تصويب شوي او تأکيد شوی چې بايد د دولتي تصديو توان لوړ شي او له معلوماتي تکنالوژۍ څخه دې په ګټې اخيستلو سره د توليد چارو ته پرمختګ ورکړل شي.

په دغه غونډه کې دې ته په اشارې سره ويل شوي چې د کوويد-۱۹ وبا پر وړاندې په مبارزه کې د چين طبي او روغتيايي سيستم ټينګ ساتل شوی او په راتلونکي کې بايد په مداومه توګه د خلکو ژوند او روغتيا ته لومړيتوب ورکړل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای