CRI Online

د م م امنيت شورا د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو هڅونه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-07-01 16:13:11

د م م امنيت شورا د جون په ۳۰مه نېټه د افغانستان حکومت او طالبان وهڅول چې د سولې خبرو اترو د پيل لپاره کوشش وکړي.

د م م د امنيت شورا غړو په يوه مطبوعاتي اعلاميه کې د افغانستان د سولې په لور د ښکيلو خواوو لخوا اد خيستل شوي ګامونه هرکلی وکړ . دا د پاملرنې وړ ده چې د دواړو خواوو تر منځ د مستقيمو خبرو اترو له لارې د بنديانو خوشي کولو په اړه د دوی ځينې ژمنې تطبيق شوې.امنيت شورا غړو له دوی څخه غوښتنه وکړه چې په نژدې راتلونکې کې د پاتې زندانيانو د ګړندي خوشي کيدو او د تاوتريخوالي کمولو لپاره لا زيات کارونه تر سره کړي، تر څو بين الافغاني خبرې اترې ژر پيل شي.

امنيت شورا غړو په دې وروستيو ورځو کې په افغانستان کې د تاوتريخوالي د زياتوالي په اړه انديښنه څرګنده کړې ده کوم چې د بې ګناه ملکي وګړو مرګ ژوبلې سبب ګرځيدلي. دوی پر دې ټينګار وکړ چې هر هغه بريد چې ملکي وګړي ، روغتونونه ، طبي او بشري پرسونل او تاسيسات په نښه کوي، د منلو وړ نه دي. دوی په افغانستان کې د داعش او نورو نړيوالو تروريستي ډلو د شتون په اړه خپله جدي انديښنه او په دغه هېواد کې د نشه يي توکو توليد او قاچاق په اړه يې ډېره پاملرنه څرګنده کړه. دوی په افغانستان کې د بيا رغونې او پرمختګ په چارو کې د سيمه ايزو هېوادونو او نړيوالو ملګرو او سازمانونو د هڅو هرکلی کوي چې دا په دغه هېواد کې د سولې او ثبات رامنځته کولو او اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر ارزښت لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای