CRI Online

د عامه باور نوې سروې: پر امريکا د اروپايي ټولنې د خلکو اعتماد کم شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-07-01 17:23:47

ګارډين ورځپاڼې د جون په ۲۹مه نېټه خبر ورکړی، چې د عامه باور د يوې نوې سروې له مخې، د کوويدـ۱۹ وبا له امله پر امريکا د اروپايي ټولنې د ډېرو هېوادونو د خلکو اعتماد کم شوي. د جرمني، فرانسې، هسپانيې، ډنمارک او پورتګال له ۶۰ فيصدو څخه زيات خلک د نړۍ د لارښوونکي په توګه د امريکا پر مقام اوس اعتماد نه لري.

په دې سروې کې تقريباً د ټولو هېوادونو اکثره ګډون کوونکي پر دې اند دي، چې د کوويدـ۱۹ وبا له خپرېدو وروسته د امريکا په اړه يې خاطرې او نظرونه خراب شوي دي. د پاليسۍ کارپوه سوسي دنيسون او پاويل زرکا ياده سروې تحليل کړې او پر دې اند دي ، چې د عمومي روغتيايي بحران د حل په بهير کې د امريکا د کړنو له امله پر دې هېواد د خلکو اعتماد بيخي له منځه تللی دی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای