د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په لومړۍ نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې په چين کې د ۴ امريکايي خبري رسنيو پر فرعي ادارو متقابل بنديزونه اعلان کړل چې له مخې يې د امريکا اې پي، يو پي ای، سي بي اېس او اېن پي ار ادارې بايد په راتلونکو ۷ ورځو کې چين ته په دغه هېواد کې د خپلو ادارو د ټولو کارکوونکو، مالي چارو، کاروبارو او جايدادونو په شمول ليکلي معلومات وړاندې کړي.
نوموړي وويل، د يادولو وړ خبره دا ده، چې په امريکا کې د چين پر خبري رسنيو د دغه هېواد د بې بنسټه بنديزونو په مقابل کې د چين ياد تدبير مجبوراً نيول شوی او دا لازم تدبير او مناسب دفاعي ګام دی. چين له امريکا څخه غواړي چې سمدستي خپلې تيروتنې سمې کړي او پر چيني خبري رسنيو له سياسي فشارونو او غېر مناسبو محدوديتونو څخه لاس وخلي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |