څو ورځې مخکې د لوېديځې نړۍ ځينو هېوادونو د م م د بشري حقونو په شورا کې په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتونکي قانون د جوړونې په اړه بې ځايه او چټي خبرې وکړې. په دې اړه څه باندې ۵۰ هېوادونو ګډې خبرې وکړې او د چين په کورنيو چارو کې د لوېديځې نړۍ له لاسوهنې سره يې مخالفت څرګند کړ او د هانکانګ په مسئلو کې د چين له دريځ او تدبيرونو څخه يې ملاتړ وکړ. په دې اړه د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په لومړۍ نېټه وويل، د نړيوالې ټولنې اکثره هېوادونه د چين د هغو مناسبو او قانوني هڅو درناوی کوي، چې له مخې يې خپل ملي امنيت ساتي. د دغو هېوادونو داسې عادلانه خبرو يو ځل بيا تائيده کړه، چې عدالت د خلکو په زړونو کې پروت دی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |