CRI Online

چين له امريکا څخه غوښتنه وکړه، چې د چين په کورنيو چارو کې له لاسوهنې څخه لاس واخلي

cri     (GMT+08:00) 2020-07-01 19:49:22

د چين د بهرنيو چارووزارت وياند جای لي جيان د جولای په لومړۍ نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې د هانکانګ د تش په نوم مسئلې په پلمه د چين په کورنيو چارو کې له لاسوهنې څخه لاس واخلي او پر غلطې لارې دې نه ځي.

د خبر له مخې، د امريکا د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي، د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت کمېټې وياند جان اوليوت په جلا جلا توګه د هانکانګ د ملي امنيت ساتونکي قانون د جوړېدو په اړه خپلې نظريې څرګندې کړې دي. جاو لي جيان د خبريال اړوندې پوښتنې ته د ځواب ورکولو په وخت کې وويل، چې په هانکانګ کې د ملي امنيت د ساتونکي قانون جوړونه د چين کورنۍ چارې دي او هيڅ بهرنی هېواد پکې د لاسوهنې حق نلري.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای