چين نړۍ ته د يو کمربند او يوې لارې نوښت وړاندې کړی او د دغې لارې په ابادۍ کې تر ۲۰۱۹ کال پورې د ګډون کوونکو هېوادونو او سيمو شمېر زيات شوی او همکاريز سندونه يې ۲۰۰ ته رسيدلي دي. يو لړ شمېرې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پراتو هېوادونو د پرمتګ او د ګڼ شمېر کاري دندو ښکارندويي کوي. چين د ۲۰۱۹ کال تر مارچ پورې د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه پراتو هېوادونو کې ۸۲ همکاريزې سيمې جوړې کړي او دغو هېوادونو ته د ورکړل شويو مالياتو ارزښت يې تر ۲ مليارډو امريکايي ډالرو زيات دی او د ځايي وګړو لپاره يې نژدې ۳ لکه کاري دندې برابرې کړې دي.
د افريقا او چين په اړه د جنوبي افريقا څېړنيز مرکز مشر ډاويد مونيای وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد نه يوازې په چين بلکې پر نړۍ پورې هم اړونديږي، دغه پېشنهاد د افريقايي ټولنې له (( ۲۰۶۳ کال اجنډا )) پلان سره سون لري او د دواړو خواوو د پرمختګ پلانونه يې تړلي او د افريقايي وچې د پرمختګ لپاره ګټور دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |