د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د جولای په لومړۍ نېټه يوه تازه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې، د منځنۍ اروپا پر وخت د همدې ورځې د سهار تر لسو بجو پورې، په ګرده نړۍ کې د کوويډ -۱۹ پر ناروغۍ د تازه اخته شويو کسانو شمېر ۱۶۳۹۳۹ و او عمومي شمېر يې ۱۰۳۵۷۶۶۲ ته رسېدلی دی. همدارنګه، د دغې ناروغۍ له امله د تازه مړه شويو کسانو شمېر ۴۱۸۸ و او عمومي شمېر يې ۵۰۸۰۵۵ ته رسېدلی دی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |