CRI Online

کابو ۴۰ هېوادونو د م م د بشري حقوقو شورا په غونډه کې د شينجيانګ مسئلې په اړه له چين څخه ملاتړ څرګند کړ

cri     (GMT+08:00) 2020-07-02 09:06:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د بشري حقوقو شورا ۴۴مه غونډه د جولای په لومړۍ نېټه په ژنيو کې تر سره شوه. په دغه غونډه کې د بلاروس استازي د ۴۶ هېوادونو په استازيتوب يوه وينا وکړه چې پکې يې په شينجيانګ کې د بشري حقوقو د پرمختګ او د ترهګرۍ او افراطيت پر ضد د مبارزې په برخو کې د چين لخوا د تر لاسه شويو برياليتوبونو مثبته ارزونه وکړه او د شينجيانګ مسئلې په باب يې له چين څخه ملاتړ څرګند کړ.

د بلاروس استازي دې ته اشاره وکړه چې ترهګري او افراطيت د نړيوالې تولنې ګډ دښمن او بشري حقوقو ته سخت ګواښ دی. هغه په خپله وينا کې وويل، د پاملرنې وړ ځای دا دی چې ترهګري، بېلتون غوښتونکو او افراطيت پخوا په شينجيانګ کې د بېلا بېلو قومونو خلکو ته سخت زيانونه رسولي دي او له دې امله د شينجيانګيانو بېلا بېل بشري حقوق تر پښو لاندې شوي دي. د ستاينې وړ ځای دا دی چې د چين حکومت د يادو ګواښونو د ليرې کولو لپاره يو لړ اغيزمن تدبيرونه نيولي او په دې مناسبت په شينجيانګ کې د بېلا بېلو قومونو د خلکو بشري حقوق ساتل شوي دي. په تېرو مسلسلو درېيو کلونو کې په شينجيانګ کې هېڅ ترهګريزه پېښه نه ده رامنځته شوې. د بېلا بېلو قومونو خلک په ارام او ثابت چاپيريال کې ژوند کوي او بشري حقوق يې ښه ساتل شوي دي.

د بلاروس استازي زياته کړه چې د چين ورخلاصه او شفافه رويه د ستاينې وړ ده. چين شينجيانګ ته د سفر په هکله کابو ۱۰۰۰ ډيپلوماتانو، د نړيوالو سازمانونو چارواکو، خبريالانو او مذهبي شخصيتونو ته بلنې ورکړې دي. هغوی له نژدې د شينجيانګ ستر برياليتوبونه کتلي دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای