د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس د جولای په لومړۍ نېټه د يو راپور په خپرولو سره وويل، د کوويد-۱۹ وبا له امله په ګرده نړۍ کې سيلانيزې چارې نږدې څلور مياشتې غير فعالې شوې او لږ تر لږه ۱۲۰۰ مليارډه ډالره زيانونه يې پېښ کړي، دغه شمېر د ټولې نړۍ د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت له ۱.۵ سلنې سره برابر دی.
په دې راپور کې اټکل کېږي چې که يادې چارې د کوويد-۱۹ وبا له امله د ۱۲ مياشتو لپاره غيرفعالې شي، نو زيانونه به يې ښايي ۳۳۰۰ مليارډه ډالرو ته ورسېږي. په دې راپور کې راغلي چې د سيلانيزو چارو زيانونه به د پرمختللو هېوادونو په پرتله، د پرمختيايي هېوادونو پر اقتصاد لا ډېرې منفي اغېزې وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |