د ډېرو هېوادونو شخصيتونه په دې نظر دي چې د چين په ملي ولسي کانګرس کې د ملي امنيت د ساتنې په اړه د چين ولسي جمهوريت د هانکانګ خاصې اداري سيمې قانون تصويبېدل د هانکانګ له بنسټيز قانون او د " يو هېواد، دوه نظامونه " له تګلارې سره سمون لري، د ملي حاکميت او امنيت د ساتنې لپاره د چين اړين اقدام دی او د هانکانګ د دايمي امنيت د تضمين لپاره اغېزمن دی.
د بريتانيا کارپوه توم فودي ويلي، دغه قانون په پوره توګه د چين له اساسي قانون او اړوندو نورو قوانينو سره سمون لري. هانکانګ د يوې خاصې اداري سيمې په توګه د خودمختارۍ حق او مسئوليت لري، دا د " يو هېواد، دوه نظامونه " له تګلارې څخه سرغړونه نه ده. ما دغه قانون ولوست، دا د هغو جرمونو په اړه قانون دی چې د چين امنيت ته جدي ګواښ پېښوي، دغه قانون د هانکانګ د خودمختارۍ پر حق اغېزه نه لري.
د ترکيې کارپوه التۍ اتلي ويلي : هانکانګ د چين يوه خاصه اداري سيمه ده، نو د هانکانګ مسئلې د چين کورنۍ چارې دي، د چين ملي ولسي کانګرس د هانکانګ لپاره د قانون جوړولو حق لري. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |