CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان: په ځينو هېوادونو کې ښايي د محدوديتونو د نرمېدو له امله د کوويد-۱۹ وبا دوهمه څپه راپورته شي

cri     (GMT+08:00) 2020-07-02 10:05:12

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس ادهانوم د جولای په لومړۍ د ياد سازمان په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې له کورونا وبا سره د مبارزې تر ټولو ښه لاره د هراړخيزو اقداماتو غوره کول دي، د بېلګې په توګه د هر ناروغ تشخيصول، قرنطين، معاينه او درملنه کول، له ناروغانو سره د هر تماس نيونکي کس معلومول او قرطين کول، د طبي کارکوونکو روزل او اړين وسايل ورته برابرول، اوسېدونکو ته خبرتيا ورکول او داسې نور.

نوموړي همدارنګه زياته کړه چې په داسې حال کې چې په بېلابېلو هېوادونو کې محدوديتونه د نرمېدو په حال کې دي، نو ښايي په ځينو هېوادونو کې د وبا دوهمه څپه راپورته شي او هغه هېوادونه چې هراړخيز اقدامات يې غوره کړي وي، د وبا دوهمه څپه کنټرول کولای شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای