د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جينګ د جولای په لومړۍ نېټه وويل، د چين او هند د ځواکونو تر منځ د قول اردو قومندانانو په کچه د خبرو اترو ۳م پړاو د جون په ۳۰مه نېټه تر سره شو، په دې خبرو اترو کې د سرحدي حالاتو د ښه والي په برخه کې برياليتوبونه رامنځته شوي. چين د دې هرکلی کوي او هيله لري چې دواړه خواوې اړوند موافقه ليک پلی کړي، په پر له پسې ډول پوځي او ديپلوماتيکي برخه کې د اړيکو تو نظرونو تبادله وساتي او په ګډه د سرحدي حالاتو د ښه والي لپاره کوښښ وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |