د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د ۷۴مې عمومي اسامبلې رئيس تيجاني محمد باندي د جون په ۳۰مه نېټه د يوې ويډيويي غونډې په جوړولو سره د بېوزلۍ د له منځه وړلو ټولنې د جوړېدو او چارو د پېلېدو خبر ورکړ. چين د م م د بنسټ ايښودونکي غړي هېواد په توګه په دې ټولنه کې ګډون کړی دی.
په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جيون په دې ويډيويي غونډه کې ګډون او وينا يې وکړه، هغه وويل، چين د پرمختيايي هېوادونو تر منځ د همکاريو زياتولو، د بېوزلۍ له منځه وړلو، د يو کمربند او يوې لارې په ابادولو سره په اړوندو هېوادونو کې د کارونو د زياتوالي او د خلکو ژوند د ښه والي، له کوويد-۱۹ وبا سره د مبارزې لپاره يو لړ وړانديزونه کړي دي، څو په دې توګه د بېوزلۍ د له منځه وړلو نړيوال مسئوليت سره مرسته وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |