د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا لومړي وزير بوريس جانسن د جولای په لومړۍ نېټه د اسرائيلو د يدعوت احارنوت په ورځپاڼه کې د يوې مقالې په خپرولو سره د دغه هېواد له حکومت څخه وغوښتل چې د اردن سيند د لوېديځې غاړې له لاندې کولو څخه لاس واخلي او اوسنۍ ستونزې له فلسطين سره د خبرو اترو له لارې حل کړي.
جانسن وويل، د اسرائيلو کړنه له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه او د دغه هېواد د امن او د سولې لپاره د نړيوالې ټولنې کوښښونو ته تهديد دی. بريتانيا د کرښې بدلون په اړه د اسرائيلو کړنه نه مني. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |