د ايران خبري اژانس د جولای په لومړۍ نېټه خبر ورکړ، چې په همدې ورځ روسيې، ايران او ترکيې يوه ويډيويي سرمشريزه غونډه ترسره کړه.
د ايران ولسمشر حسن روحاني په ياده غونډه کې وويل، د کوويد-۱۹ وبا له امله، اوس سوريايان د بشردوستۍ مرستو ته ډېره اړتيا لري، خو امريکا په داسې حال کې هم پر سوريې د بشردوستۍ ضد بنديزونه لګولي دي. د امريکا دغه کړنه د سوريايانو لپاره اقتصادي ترهګري بلل کېږي. ايران د امريکا دغه کړنه غندي او د سوريې له حکومت او خلکو څخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين په دغه ويډيويي سرمشريزه غونډه کې وويل، پر سوريې باندې د امريکا بنديزونه غيرقانوني عمل دی او له امله به يې د سوريې داخلي وضعيت لا سخت شي او اقتصاد به يې له لا زياتو ستونزو سره مخ شي.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په خپله وينا کې وويل د سوريې مسئلې د حل لپاره يوه سياسي لايحه پيدا کول اوسنی لومړی کار دی. ترکيه به د سوريې د سولې، امنيت او ثبات د ساتلو لپاره تر وسې پورې کوښښ وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |