CRI Online

د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په خبري ناسته کې په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتونکي قانون په اړه معلومات ورکړل شول

cri     (GMT+08:00) 2020-07-02 16:57:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په خبري ناسته کې په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتونکي قانون په اړه معلومات ورکړل شول.

دغه مطبوعاتي ياده خبري ناسته دفتر د جولای په لومړۍ نېټه تر سره کړه. په دغې ناستې کې د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې د قانوني چارو کميسيون مشر شن چون ياو او د دولتي شورا د هانکانګ او مکاو چارو دفتر مرستيال مشر جانګ شياو مينګ د (( د چين ولسي جمهوريت د هانکانګ په خاصې اداري سيمه کې د ملي امنيت ساتونکی قانون)) په اړه معلومات ورکړل او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.

شن چون ياو وويل، د دې قانون پلي کېدنه په يو هېواد کې د دوو نظامونو سيستم د بشپړتيا، د ملي حاکميت، امنيت او پرمختګ د ساتنې او د هانکانګ د دايمي ثبات او سمسورتيا لپاره ډېر مهم دی.

جانګ شياو مينګ وويل، په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتونکی قانون د هانکانګ د پرمختګ او ثبات لپاره ګټور دی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای