CRI Online

هانکانګ د چين يوه نه جلاکېدونکې برخه ده، بريتانيا د هانکانګ په چارو کې د لاسوهنې هېڅ حق نه لري

cri     (GMT+08:00) 2020-07-02 17:56:19
هانکانګ د چين يوه نه جلاکېدونکې برخه ده، بريتانيا د هانکانګ په چارو کې د لاسوهنې هېڅ حق نه لري

په بريتانيا کې د چين سفير ليو شياو مينګ د جولای په دوهمه نېټه د سفارت په ويبپاڼه کې په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتلو قانون په اړه بريتانيا ته د چين جدي دريځ د څرګندولو تر عنوان لاندې يوه مقاله خپره کړه.

په دې مقاله کې راغلي، سفير ليو شياو مينګ د جولای په لومړۍ نېټه د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت له يوه چارواکي ماکدونالډ سره د کتنې په وخت کې وويل، بريتانيا په دې وروستيو کې په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتلو قانون د جوړېدو په اړه ډېرې منفي څرګندونې کړي او پر چين يې بې دليله نيوکې کړې دي. د بريتانيا دغه کړنه د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده او د م م له منشور او د چين او بريتانيا ترمنځ د سياسي اړيکو د جوړېدو د ګډ تړون له مهم اصل څخه څرګنده سرغړونه ده. چين ورسره سخت مخالفت څرګندوي.

سفير ليو وويل، د خپل امنيت ساتل د بېلا بېلو هېوادونو لومړنې دنده ده، په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتلو قانون پر وخت او ضرور دی. د دې قانون په جوړېدو او تطبيق سره به د هانکانګ سوله، ارامتيا او سمسورتيا لا ټينګه شي.

سفير ليو پر دې ټينګار وکړ چې د چين او بريتانيا د ګډې اعلاميې مهم ټکی له چين سره د هانکانګ د بېرته يو ځای کېدل دي، خو په دغه اعلاميه کې بريتانيا ته د هانکانګ په چارو کې د لاسوهنې او څارنې په اړه هېڅ حق نه دی ورکړل شوی. د هانکانګ چارې د چين کورنې چارې دي او پکې د بهرنيو لاسوهنې ته اجازه نشته.

د څېړونکو په اند، بريتانيا د هانکانګ په اړه خپل د کنترول حق له لاسه د ورکولو په اړه لا هم افسوس لري او غواړي د هانکانګ په چارو کې د لاس لرلو دايمي حق ولري، خو دا يوازې د بريتانيا خپله هيله ده او هېڅ کله به رښتينې نه شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای