CRI Online

په هانکانګ کې د دولتي امنيت د ساتنې مهم ټکی له قانون سره سم د دې سيمې اداره کول دي

cri     (GMT+08:00) 2020-07-03 12:26:44

په هانکانګ کې د دولتي امنيت قانون په نافذ کېدو سره په دې سيمه کې د دولتي امنيت ساتنې په برخه کې د اړوند قانون د نشتون حالت ختم شوی او هغه مهم تاريخي پړاو رارسيدلی چې هانکانګ په سمه او عادي مدار کې بيا روان دی.د دې قانون د پلي کېدو له امله هانکانګ چې د اسيا په ختيځ کې مرغلره ګڼل کيږي،بيا ځليږي.

دولتي امنيت،ټولنيز ثبات او قانوني نظم د هانکانګ د پرمختګ مخکنی شرط دی. له دې نه مخکې هانکانګ د دولتي امنيت د ساتنې په برخه کې د اړوندو قوانينو شتون نه درلود چې له امله يې په ښه توګه له هغو کړنو سره مقابله ونه کړه چې دولتي امنيت ته يې زيانونه رسولي دي.په تېره بيا د مجرمينو د انتقالولو د مقرراتو تعديلولو په اړه شورش له امله د هانکانګ قانوني نظم زيانمن شوی،د دې سيمې د خپلواکۍ غوښتونکو ټولنيز نظم ته زيان رسولی، په ټولنه کې تاوتريخوالی او ګډوډي ډېره شوې او د خلکو ازادي او د ژوند خونديتوب يې له ګواښونو سره مخ کړی چې له امله يې د هانکانګ نوم بد شوی دی.په تېر يو کال کې د هانکانګ له ګډوډۍ څخه څرګنديږي چې که په دې سيمه کې دولتی امنيت ونه ساتل شي او قانوني نظم رامنځته نه شي، نو په دې سيمه کې سمسورتيا او ثبات رامنځته نه شي.په هانکانګ کې د دولتي امنيت د ساتنې مهم ټکی له قانون سره سم د دې سيمې اداره کول دي.

د هانکانګ د دولتي امنيت قانون پر وخت صادر شوی چې دا د چينايانو له هيلو سره سمون لري. دغه قانون د دې سيمې د زياترو وګړو غوښتنې او هيلو ښکارندويي کوي او په يو هېواد کې د دوو نظامونو د پلي کېدو له لحاظه يې د هانکانګ د دولتي امنيت، عمومي او شخصي خونديتوب د ساتلو لپاره بنسټيزه زمينه برابره کړې او په دې سيمه کې د قانوني بنسټ د ساتلو لپاره يې قوی ضمانت هم برابر کړی دی.

د دې قانون جوړېدو ته په کتو سره د چين د ملي ولسي کانګرس دايمي کميټې د اساسي قانون او د قانون جوړولو له غوښتنو سره سم د بېلا بېلو خواوو په تېره بيا د هانکانګ د خاصې اداري سيمې د اړوندو څانګو وړانديزونو اورېدو ته پاملرنه وکړه.د دې قانون له خپرېدو څخه ښکاري چې د چين حکومت تر زياته حده پورې پر سيمه ييز حکومت باندې تکيه کوي،بشري حقونه ساتي او د عام قانون ځانګړتياوو ته پاملرنه کوي او د قانون اغيزناکه پلی کېدل تامينوي.

د قانوني ادارې لپاره دا مهمه ده چې قوانين پلی شي. که ياد قانون خپل رول ولوبوي، کليدي برخه يې د قوي اجرائيوي ميکانيزم جوړونه ده.د هانکانګ د دولتي امنيت تر تصويبېدو وروسته سيمه ييز حکومت او اړوندو څانګو په وار سره څرګنده کړې چې په پوره توګه به د دولتي امنيت د ساتنې دنده پر غاړه واخلي.د دې قانون تر پلي کېدو وروسته ځينو لاريون کوونکو د پوليسو مخالفت له پامه وغورځاوه او لاهم په ناقانونه توګه د هانکانګ د کوسوي بای او وان چای په شمول ځايونو کې راغوند شول.خو د هانکانګ پوليسو په جدي توګه قانون پلی کړی او شاوخوا ۳۷۰ تنه ناقانونه لاريون کوونکي يې نيولي دي. په دې جمله کې لس تنه د هانکانګ د دولتي امنيت له قانون څخه د سرغړولو په تور نيول شوي دي.يو شرير کس چې پوليس يې په چاقو وواهه،غوښتل چې له هانکانګ څخه ووځي، خو په هوايي ميدان کې د پوليسو له خوا ونيول شو.د جولای په دوهمه نېټه د هانکانګ د دولتي امنيت قانون په ثابت ډول اجرا کيږي.د چين دولتي شورا د هانکانګ د خاصې اداري سيمې د دولتي امنيت ساتنې کميټې منشي او د مهاجرينو چارو د څانګې مشر وټاکل .نو اټکل کيږي چې د دې قانون او د اړوند اجرائيوي ميکانيزم په پلي کېدو سره به هانکانګ کې لا ارام، ثابت او همغږي ټولنيز چاپيريال جوړ شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای