CRI Online

په يو شمېر هېوادونو کې د کوويد-۱۹ ويروس ډېر مخکې کشف شوی و

cri     (GMT+08:00) 2020-07-03 14:40:18

د هاسپانيې د باسيرونا پوهنتون څېړنيزې ډلې په دغه هېواد کې ککړې اوبه معاينه کړي او کورونا ويروس يې پکې موندلی دی. دغه ککړې اوبه د ۲۰۱۹ کال په مارچ مياشت کې ايستل شوې دي چې هغه وخت کې په چين کې د دغه ويروس هيڅ څرک نه ولګېدلی. د يادې څيړنيزې ډلې د څارنې نتيجه اوس د نورو کارپوهانو له لوري څيړل کيږي، که دوی هم همدې پايلې ته ورسيږي، نو دا به څرګنده کړي چې کوويد-۱۹ ويروس په چين کې د وبا له رامنځته کېدو وخت په پرتله نهه مياشت مخکې شتون درلود.

د کوويد-۱۹ ويروس د سرچينې پيدا کولو يوه مهمه لاره دا ده چې په ښارونو کې پخوانۍ ککړې اوبه معاينه شي. د باسيرونا پوهنتون د جراثيم پوه پروفيسر اربورټ بوش وويل چې باسيرونا يو مهم تجارتي او سوداګريز مرکز دی او د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو تجاران او سيلانيان پکې راغونډ شوي. امکان شته چې کوويد۱۹ ويروس لا مخکې د نړۍ په نورو هېوادونو او سيمو کې رامنځته شوی دی، خو په پيل کې دې ته د خلکو پام نه دی شوی. د کوويد-۱۹ ويروس د رامنځته کېدو څو لومړيو مياشتو کې د عادی انفلونزا په توګه ګڼل شوی.

برسيره پر دې د برازيل د سانتا کاتارينا فدرالي پوهنتون د کارپوهانو ډلې د جولای په دويمه نېټه اعلان وکړ چې دوی د دغه هېواد د سانتا کاتارينا ايالت مرکز فلوريانوپوليس سيمه کې د تر ځمکې لاندې تشنابونو نلونوهغو ککړو اوبو کې چې د تېر کال له اکتوبر مياشتې څخه د روان کال تر مارچ مياشت پورې اخيستل شوي، پيدا کړی چې د ۲۰۱۹ کال په نومبر مياشت کې د ايستل شويو ککړو اوبو په نمونه کې د کوويد-۱۹ ويروس موجود و.

امريکا د روان کال د جنورۍ په ۲۱مه نېټه د کوويد-۱۹ لومړۍ مثبته پيښه، د برازيل حکومت د روان کال د فبرورۍ په پای کې د دغې ناروغۍ لومړۍ مثبته پيښه اعلان کړه. خو دغه نوې کشفونې څرګندوي چې دغه ويروس څو مياشت مخکې هلته پيدا شوی دی. د برازيل د ساناتاکارينا فدرالي پوهنتون څېړونکو په ګډه راپور په خپرولو سره چې سرليک يې دی: ۲۰۱۹ کال په نومبر مياشت کې د برازيل د سانتا کاتارينا د تر ځمکې لاندې تشنابونو په نلونو کې د کوويد-۱۹ ويروس پيدا شوی. پروفيسر فنګرو دا مالومات ورکړل چې ساينس څيړوونکو په فلوريانوپوليس ښار کې د تر ځمکې لاندې تشنابونو په نلونو کې د هرې مياشتې د کنګل شويو ککړو اوبو د نمونو د څارنې په وخت کې پيدا کړې چې د ۲۰۱۹ کال د نومبر مياشتې په نمونه کې د کوويد -۱۹ ويروس شتون درلود. په پيل کې ساينس پوهانو د دغې پايلې په هکله شکونه درلود، خو په مختلفو لابراتورونو کې يې دويمه ازموينه تر سره کړه او د ويروس جوړښت يې بيا څېړلی او همدا نتيجه يې تر لاسه کړی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای