د چين د ميديا ګروپ د خبر له مخې د افغانستان د ولسمشر غني مرستيال وياند دوا خان مينه پال په دې وروستيو ورځو کې زمونږ له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې له کوويد ۱۹ ويروس سره په مبارزه کې له افغانستان سره د چين همکاري به د دوه اړخيزو اړيکو د لا پرمختګ لامل شي.
هغه وويل چې افغانستان او چين عنعنوی دوست ګاونډي هېوادونه دي او د دواړو هېوادونو د خلکو دوستي اوږد تاريخ لري او همکاريز بنسټ يې کلک دی. د کوويد ۱۹ ويروس له پېښېدو راهيسې چين د خپل توان په اندازه له افغانستان سره مرستې کړې دي. له کوويد ۱۹ ويروس سره په مبارزه کې له افغانستان سره د چين مرسته د دوه اړخيزو اړيکو د لا پرمختګ لپاره ګټوره ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |