CRI Online

د چين پر ضد د هند يو لړ تجارتي کارونه د دواړو هېوادونو له ګټو سره سمون نه خوري

cri     (GMT+08:00) 2020-07-04 20:17:23

اوسمهال چين او هند له نظامي او ديپلوماتيکې لارو په خبرو اترو او د همغږۍ په رامنځته کولو بوخت دي تر څو د دواړو هېوادونو د سرحدي ترينګلو حالاتو د ارامولو هڅونه وکړي. خو په عين وخت کې هند په اقتصادي او تجارتي ساحه کې د چين ضد يو لړ فعاليتونه او کارونه تر سره کړي چې هند ته په بندرونو کې د چيني توليداتو ننوتل ځنډول شوي، د چيني توليداتو د ګمرکي مالياتو اندازه لوړ ه شوې، د چين ۵۹ بېلا بېل انترنيټي مخابراتي اپونه محدود کړای شوي، د سړکونو په ابادۍ کې د چيني تصديو ګډون منع شوی، د چين د بريښنايي ماشينونو واردات محدود شوي او داسې نور.

د هند دغه کړنې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اړوندو اصولو، په دغه سازمان کې له خپلو ژمنو څخه سرغړونه ده چې د چيني تصديو قانوني حقوقو او ګټو ته زيانونه رسوي، خو خپل خلک او هندي مشتريان به تر ټولو سخت زيانمن شي. هند په دې وخت کې د چين ضد يو لړ تجارتي تدبيرونه عملي کوي چې په ظاهری شکل د غوسه کيدو له امله دی، خو په حقيقت کې دومره ساده خبره نه ده، هند ورسره په څنګ کې پيچلي هدفونه لري.

لومړی د هند حکومت غواړی چې له دې لارې په خپل هېواد کې فشارونه کم کړي. د جون په پنځلسمه نېټه د چين او هند په سرحداتو کې نښتې وشوې چې په لسګونو کلونو کې د دغه هېواد د تر ټولو سخت ديپلوماتيک بحران په توګه ګڼل شوی. په هند کې د مخالفو ګوندونو مشرانو، پخوانيو ديپلوماتانو په جلا جلا توګه له دې امله د دغه هېواد پر حکومت انتقاد وکړ او په خبري رسنيو کې د سرحدې نښتو په هکله يې خبرونه ورکړل. د هند لومړي وزير نارندرا مودي چې د سختو نشنليستي افکارو لرونکی دی، نو په دې وخت کې د سخت غبرګون له فشار سره مخ دی. د بريتانيا د خطرونو کنټرول ګروپ د راپور له مخې د مودي حکومت ښايي په اقتصادي ساحه کې له چين سره مقابله وکړي تر څوفشارونه کم کړي.

دويم، هند ډېر مخکې هېله درلوده چې له چين سره اقتصادي اړيکې کمې کړي.د اوږدې مودې لپاره هند له چين سره په اقتصادي سيالۍ باور نه درلود. په ۲۰۱۹ کال کې هند له چين سره سوداګريز منفي بيلانس ۵۶ ميلياريډ ۷۷۰ مليونه ډالرو ته رسيدلی و او په ټول کال کې د دواړو هېوادونو سوداګريز ارزښت شاو خوا ۹۲ ميليارډ ۶۸۰ مليونه ډالرو ته رسيدلی و. هند له دې څخه راضي دی او هيله لري چې بدلون راشي. هند هيله درلوده چې د چين او چيني تصديو په وړاندې د تبيعض لارې څخه استفاده وکړي، اوس د سرحدي نښتې له امله د دواړو هېوادونو د اړيکو ترينګلتيا په وخت کې د نړيوال تجارت اصول پريږدي.

برسيره پر دې هند غواړي په خپله چټک پرمختګ وکړي. هند غواړي په ټوله نړۍ کې يو قوی هېواد وګرځي، نو بايد په بېلا بېلو ساحو کې خپل توان ولري. د چين او هند په سرحداتو کې له نښتې وروسته د هند حکومت په خپله د پرمختګ ګامونه پورته کړي دي. د هند لومړي وزير مودي په ښکاره توګه د خلکو هڅونه وکړه چې د خپل هېواد توليد شوي توکي واخلي.

هند بايد د چين په هکله ناسم ستراتيژيک قضاوت ونه کړي. لکه د چين د خارجه وزارت وياند چې ويلي دواړه هېوادونه بايد يو د بل درناوی وکړي، يو له بل څخه ملاتړ وکړي. داد دواړو هېوادونو له دايمي ګټو سره سمون خوري. دواړه خواوې بايد شکونه او جنجالونه ختم او کړي. دا سمه لاره نه ده او هم د دواړو هېوادونو د خلکو له هيلو څخه سرغړونه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای