CRI Online

ځينو استراليايي سياستوالو څو څو ځلې له چين سره مخالفت کړی.

cri     (GMT+08:00) 2020-07-04 20:41:43

له يوې مودې راهيسې ځينو استراليايي سياستوالو څو څو ځلې له چين سره مخالفت څرګند کړی او ډېرې احمتقانه خبرې يې کړې دي.

څو ورځې دمخه د استراليا لسګونه تنه استخباراتي کارکوونکي د نوي جنوبي وېلس ايالت د پارلمان غړي شاوکويټ موسېلماني کور ته ننوتل او له چين سره د ده د ځانګړو اړيکو د درلودلو شواهدو د پيدا کولو غوښتنه يې وکړه. ځکه چې ښاغلی شاوکويټ موسېلماني څو ځلې چين ته تللی دی او له چين سره يې تل د مهربانۍ رويه ساتلې ده. د روان کال په مارچ کې هغه يوه ليکنه خپره کړه چې پکې يې د کوويد ۱۹ د کنټرول او مخنيوي په موخه د چين د شويو کوښښونو ستاينه کړې ده. په داسې حال کې ځينو استراليايي سياستوالو له چين سره د ځانګړو او پټو اړيکو د ټينګولو په اړه پر ده تور لګولی دی.

دغه پېښه يوازې د هغو استراليايي سياستوالو له يو لړ هغو بدو کړنو څخه يوه ده چې د چين په وړاندې تل د ټينګ مخالفت رويه څرګندوي. دوی د کوويد ۱۹ د کنټرول او مخنيوي په اړه د چين پر شويو اقداماتو سترګې پټوي او په استراليا کې د چين د نفوذ کولو خطر اعلانوي.

خو برعکس په دې ورځو کې د چين پر ضد د استراليا ځينې جاسوسي فعاليتونه بربنډ شوي دي. د خبر له مخې، د تېرې پېړۍ د ۹مې لسيزې په پيل کې په بېجينګ کې د استراليا د سفارت په نژدې هر پوړ کې په پټه د غوږ نيولو زيات شمېر سامان الات ايښودل شوي وو. استراليايي سياستوالو په دې اړه هېڅ ځواب نه دی ورکړی. نو څوک په رښتيا سره د نورو هېوادونو د ملي امنيت لپاره ګواښ پېښوي؟

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای