CRI Online

دا چې هند په دې وروستيو کې د چين پر ضد پر له پسې کړنې کړې، عوام فريبي او ځان غوښتنه ده.

cri     (GMT+08:00) 2020-07-05 17:09:16

هند د ګلوان درې په شاوخوا کې له چين سره تر سختې نښتې وروسته د دغه هېواد پر ضد يو لړ تدبيرونه او اقدامات کړي دي، د بېلګې په توګه کابو د ۵۰ چيني APP باندې بنديز او د هندي سړکونو په ابادۍ کې د چيني تصديو د برخې اخيستنې بندول. دغه راز د چين زيات صادراتي مالونه د هند په ځينو بندرونو کې هم له خنډونو سره مخامخ شوي دي او د هند د برېښنا توليدولو وزارت څو ورځې دمخه اعلان کړی و: که هندي شرکتونه غواړي له چين نه د برېښنا توليدولو سامان الات او ماشينونه وارد کړي، بايد لومړی د حکومت اجازه تر لاسه کړي.

د هند د معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د جون په ۲۹مه نېټه د ملي حاکميت، د خاورو بشپړتيا، ملي دفاع، امنيت او عمومي نظم د ساتلو په پلمه دغه پرېکړه اعلان کړه چې د هنديانو لخوا د Tiktok، Wechat او UC Browser په شمول د چين يو شمېر APP کارول منعه کړي. د ځايي خبري رسنيو د خبر له مخې، هغو هنديانو چې په Tiktok کې د پروګرام جوړولو دنده لري، د دغه APP د بندولو له امله خپل يوازنی عايدات له لاسه ورکړي دي. د دې تر څنګ د بند شويو چيني APP شرکتونو په هند کې خپل دفترونه جوړ کړي او زيات شمېر هنديان يې ګومارلي دي. نو د دغو APP د بندولو له امله څو زره کاري فرصتونه له منځه وړل شوي دي.

برسېره پر دې، هند له يوې اوږدې مودې راهيسې له چين څخه د برېښنا توليدولو زيات شمېر سامان الات او ماشينونه وارد کړي دي. د هند د برېښنايي ماشينونو د توليدونکو ټولنې د خبر له مخې، له ۲۰۱۸ نه تر ۲۰۱۹ مالي کال پورې د هند لخوا د برېښنا توليدولو په اړه واردېدونکی ارزښت ۷۱۰ ميليارډه هندي روپيو ته رسېدلی چې له دې جملې څخه ۲۱۰ ميليارډه روپۍ د چين توليدات دي. هند تل د چين سامان الاتو د واردولو په اتکا برېښنا توليد کړې او لېږدوي يې چې په مناسبې بيې عامو خلکو ته برېښنا برابره کړي. که څه هم د هند حکومت لخوا د چين د اړوندو توليداتو واردولو بندول به ځيو کورنيو شرکتونو ته ګټې ورسوي، خو ښايي په راتلونکې کې په هند کې د برېښنا بيې د جګېدو سبب شي.

هند اوس د کوويد ۱۹ له خپرېدو او ملخانو په شمول له يو لړ خطرونو سره مخ دی. هندي حکومت ممکن د عامو خلکو پاملرنې د اړولو په خاطر په دې وخت کې د چين او پاکستان پر ضد يو لړ تدبيرونه ونيسي. تر يوې اندازې پورې دغه ډول تګلارې د عوام فريبۍ او ځاني ډاډګيرنې کړنې دي او خپل ځان ته به هېڅ ګټې و نه رسوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای