CRI Online

د پومپيو په شان د امريکايي سياستوالو په مشرۍ امريکا به په کوم لوري روانه شي

cri     (GMT+08:00) 2020-07-05 21:01:20

د جولای څلورمه نېټه د امريکا د خپلواکۍ ورځ وه. خو له دې نه مخکې په امريکا کې په کوويد۱۹ د نويو اخته شويو کسانو شمېر په مسلسلو دريو ورځو کې له پنځوس زرو څخه اوښتی دی. د دې ترڅنګ د امريکا په ځينو ځايونو کې د نژادي تبعيض او په زور د قانون اجراکولو پر ضد لاريونونه لاهم روان وو او د لاريون کوونکو او پوليسو ترمنځ نښتې ډېرې شوې دي. د امريکا ځينو خبريالانو داسې ويلي چې د امريکا د خپلواکۍ دغه ورځ دومره له تاوتريخوالي ډکه وه چې دا د امريکا حکومت له ناسمې تګلارې سره مستقيمې اړيکې لري.د دې ترڅنګ ځيني امريکايي انټرنېټ کاروونکو د مايک پومپيو په شمول امريکايي سياستوال هغه چلوونکي بولي چې د موټرونو د چلولوپه وخت کې خوب کوي. نو دا معلومه نه ده چې د دوی په مشرۍ امريکا به په کوم لوري روانه او لاړه شي.

دا رښتيا ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د خپل هېواد په دنده کې له کوويد۱۹ سره په مبارزه کې هېڅ ګټور کار نه دی تر سره کړی.خو هغه تل د بهرنيو اړيکو په برخه کې دروغ ويلي او غوښتي يې دي چې د خپلو سياسي ګټو د لټولو لپاره پر چين باندې تورونه ولګوي. په دې وروستيو ورځو کې هغه بيا د چين د کمونېست ګوند ته ګوته نيولې او غوښتي يې دي چې د دې ګوند او چينايانو ترمنځ په اړيکو کې نفاق رامنخته کړي. د دې ترڅنګ هغه هم پر چين تور لګولی او چين يې د نړۍ لپاره ګواښ بللی. له دې څخه د ده د سړې جګړې او د چين له کمونېست ګوند سره د مخالفت دماغ او د اوسني حالت پر وړاندې د امريکا حکومت انديښنه ښکاري.

د اديلمن د عامو اړيکو شرکت چې په نړۍ کې تر ټولو لوی ګڼل کيږي،د روان کال په مارچ کې يو راپور خپور کړ چې له مخې يې پر خپل حکومت باندې د چينايانو باور په سلو کې نوي دی چې دغه شمېر په مسلسلو دريو کلونو کې په نړۍ کې لومړی مقام نيولی دی.د سينګاپور د ټولپوښتنې يوې خپلواکې مؤسسې په می مياشت کې هم يو راپور خپور کړ چې له مخې يې چينايانو له کوويد ۱۹ سره په مبارزه کې د چين حکومت له اقدماتو څخه ډېره خوښي څرګنده کړې ده، خو په دې برخه کې د امريکا حکومت نومرې يوازې د چين د حکومت نيمه برخه ده.سربېره پردې د جون په منځنۍ لسيزه کې د نړۍ په ۵۳ هېوادونو او سيمو کې له خلکو څخه د جرمني د ټولپوښتنې اورګان د پلټنې نتيجې له مخې د ۹۲ سلنې هېوادونو د خلکو په اند له کوويد ۱۹ سره په مبارزه کې د چين کړنې او اقدامات د امريکا په پرتله ښه دي.

د دغو راپورونو او د يادې پلټنې نتيجې پر وړاندې د مايک پومپيو په شان امريکايي سياستوال حق نه لري چې پر چين بې اساسه تور ولګوي.هغوی غواړي چې د چين د کمونېست ګوند او چينايانو ترمنځ په اړيکو کې نفاق رامنځته کړي، خو دا رښتيا ده چې دوی په ويښه د خوب غيږي ته لويدلي او دسيسې يې جوړې کړې دي.خو دا دسيسې به هرو مرو ناکامې شي.په داسې حال کې چې په امريکا کې په کوويد۱۹ د اخته شويو کسانو او د مړو شويو کسانو شمېر په نړۍ کي نوی ريکارډ جوړ کړی،نړيوال تل دغه شک لري: ولی د امريکا حکومت په دې مبارزه کې ناکام شوی او ايا د امريکا حکومت د امريکايانو ژوند ته پاملرنه نه کوي؟

د اوسني حالت پر وړاندې د مايک پومپيو په شان امريکايي سياستوال بايد وېښ شي او امريکا دې په عادي مدار روانه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای