CRI Online

په ټوله نړۍ کې پر کوويد-۱۹ ويروس د اخته کسانو ورځنی شمېر بې ساری دی

cri     (GMT+08:00) 2020-07-06 14:47:27

په ټوله نړۍ کې پر کوويد-۱۹ ويروس د اخته کسانو ورځنی شمېر بې ساری دی

د روغتيا نړيوال سازمان شمېره ښيي چې د منځنۍ اروپا په وخت د جولای د ۴مې نېټې تر لسو بجو پورې په ټوله نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په نسبت دوه سوه زره زيات شوی او دغه ورځنی زياتوالی بې ساری دی. د بېلا بېلو هېوادونو کارپوهان په دې اند دي چې د کوويد-۱۹ ضد واکسين د څېړنې لپاره لا هم يوې مودې ته اړتيا شته، او دغه ويروس به په دغه مود کې په ټوله نړۍ کې ګړندي خپرېږي. بېلا بېل هېوادونه بايد د خپلو واقعي حالاتو له مخې د دغه ويروس د وقايې او کنټرول کارونه ښه ترسره کړي.

د روغتيا نړيوال سازمان د جولای په ۴مه نېټه يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې په ګردې نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۲ لکه ۱۲زره او ۳۲۶ تنه زيات شوی او عمومي شمېر يې ۱۰ ميليونو او ۹۲۰ زرو ته رسېدلی دی، په دې جمله کې له ۵۲۰ زرو زيات کسان مړه شوي دي. امريکا په ټوله نړۍ کې د کوويد-۱۹ تر ټولو سخته ځپل شوې سيمه ده او پکې پر کوويد-۱۹ د تشخيص شويو ناروغانو شمېر ۵ ميليونو او ۵۷۰ زرو ته رسېدلی چې په نړۍ کې د دغو ناروغانو د عمومي شمېر نيمه برخه نيسي. اروپا دوهم مقام نيسي چې د ناروغانو شمېر يې له ۲ ميليونو ۷۵۰ زرو څخه زيات دی.

امريکا په نړۍ کې د کوويد-۱۹ تر ټولو سخت خپل شوی هېواد دی. د امريکا جانس هاپکينس پوهنتون لخوا د خپور شوي شمېر له مخې، د جولای تر ۴مې نېټې پورې په امريکا کې پر دغه ويروس د اخته کسانو شمېر ۲ ميليونو او ۸۳۹ زرو ته رسېدلی او په دې جمله کې ۱۲۹ زره تنه مړه شوي دي. په دې وروستيو کې د امريکا په زياتو سيمو کې د دغه ويروس د خپرېدو حالت ډېر سخت دی او هره ورځ پر دغه ويروس د تازه اخته کسانو شمېر پکې په لوړېدو دی. د جولای ۴مه نېټه د امريکا د خپلواکۍ له يادونې ورځې سره برابره وه، په همدې ورځ د امريکا د ناروغيو د کنټرول او وقايې مرکز يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې امريکا کې ۵۷ زره او ۷۱۸ تنه پر کوويد-۱۹ تازه اخته شوي او دغه شمېر بې ساری دی.

د کوويد-۱۹ ويروس له رامنځته کېدو راهيسې بېلا بېلو هېوادونو يې پر وړاندې د مقابلې تدبيرونه نيولي او له امله يې پر اقتصادي کړنو ډېرې بدې اغېزې شوي دي. د دغه ويروس له وقايې او کنټرول سره په عين وخت کې اقتصادي پرمختګ موندل د ډېرو هېوادونو پر مخ جدي ننګونه ده. په دې وروسيتو کې ډېرو هېوادونو توليدي کارونه ګام په ګام بياعادي کړي او د قرنطين کارونه يې نرم کړي دي. خو له امله يې په ځينو هېوادونو کې د دغه ويروس د خپرېدو حالت بيا سخت شوی او دغه هېوادونه بيا اړ شول چې د قرنطين تدبيرونه جدي کړي، او د اقتصاد احيا يې يو ځل بيا له ستونزو سره مخ شوې ده.

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير ادهانوم تدريس څو ورځې مخکې خبرداری ورکړ چې اوس کوويد-۱۹ ويروس لا هم په ټوله نړۍ کې د ګړندي خپرېدو په حال کی دی. په راتلونکو څو مياشتو کې له دغه ويروس سره مقابله کول د ډېرو هېوادونو پر مخ لويه ستونزه ده. د ياد سازمان د بېړنيو پروژو اجرائيه مشر مايک ريان ويلي چې د روان کال په پای کې ښايي د کوويد-۱۹ ضد اغېزمن واکسين جوړ شي، خو ايا په راتلونکي کال کې د واکسين توليدي توان د ټولې نړۍ اړتياوې پوره کولای شي که نه، دا لويه مسئله ده. امريکا په دې وروستيو کې د Remdesivir ريمديسوير په نوم ټول هغه درمل اخيستي چې د کوويد-۱۹ ويروس ضد اغېزه لري. د امريکا دغه کړنه د ډېرو هېوادونو لخوا وغندل شوه. د بريتانيا ګارډين ورځپاڼې د جولای په لومړۍ نېټه د استراليا د سيډني پوهنتون د مرستيالې پروفسيرې ايليس موشن په قول خبر ورکړ چې د امريکا دغه عمل ډېر د اندېښنې وړ دی. نوموړې هيله ښودلې چې د کوويد-۱۹ ضد د واکسين د کارولو په برخه کې دغه شان حالت رامنځته نه شي. واکسين بايد له ګړدې نړۍ سره شريک شي.

د روغتيا نړيوال سازمان د جولای په ۳مه نېټه د کوويد-۱۹ له سخت ځپل شويو هېوادونو وغوښتل چې بايد واقعي حالت درک کړي او له دغه ويروس سره د مقابلې لپاره دې اغېزناک تدبيرونه ونيسي او لفظې جګړې دې سمدلاسه پای ته ورسوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای