CRI Online

د شينجيانګ په اړه د مايک پومپيو دروغو ډېر زيان امريکا ته رسيږي

cri     (GMT+08:00) 2020-07-06 21:39:00

 

په دې وروستيو ورځو کې يو بهرني انټرنېټ کاروونکي تر هغه وروسته چې د چين په شينجيانګ کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د يادونو په نوم د چين د ميديا ګروپ د سي جي تي ان له خوا جوړ شوی مستند فلم يې کتلی و، داسې وويل چې هر هېواد له تندلارۍ او ترهګرۍ سره د مبارزې حق او دنده لري.

له دغو خبرو څخه ښکاري چې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې مهم ټکی د ترهګرۍ دا دی چې د خلکو ژوند ښه او اقتصادي پرمختګ رامنځته شي، نو ترهګري خپله ختميږي. خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په دې وروستيو ورځو کې يو ځل بيا د شينجيانګ مسئلې په هکله پر چين تور لګولی او ويلي يې دي چې اويغوريان د چين د نورو سيمو په فابريکو کې کارکولو ته اړ شوي او ډېر يې توقيف شوي وو.د دې ترڅنګ نوموړي د ترهګرۍ او تندلارۍ د له منځه وړلو په موخه د چين د تګلارۍ د بدنامولو هڅې کړې او د چين په کورنيو چارو کې يې لاسوهنه کړې ده چې ورڅخه په شينجيانګ کې د سمسورتيا او ثبات او د چين د پرمختګ د مخنيوي لپاره د دوی ناوړه دسيسه ښکاري.

پومپيو تل د خپلو سياسي موخو لپاره دروغ ويلي،خو د خپلو دروغو د ثابتولو لپاره هېڅ سند نه لري. د بېلګې په توګه هغه دروغ چې څو مليونه اويغوريان توقيف شوي ، د امريکا د حکومت له خوا جوړ شوی د چين د بشري حقونو ساتنې په نوم وېبپاڼې د دوی اړوندو اتو کسانو د پلټنې پر اساس جوړ کړی. دغه راز بل دروغ چې وايي اويغوريان د چين د نورو سيمو په فابريکو کې کار کولو ته اړ شوي،د استراليا د ستراتيژيکو تګلارو د څيړنيز انسټيټيوټ له خوا جوړ شوی چې مالي ملاتړ يې د امريکا له خوا برابريږي. خو د امريکا د مطبوعاتو د خپلواکې ويبپاڼې(ګرې زون) د پلټنې له مخې دغه دروغ هېڅ حقيقي ثوبوت نه لري.دغه دروغ هم د چين پر ضد د امريکا او استرليا د ځينو ځواکونو له خوا تر سره شوي تبليغاتي فعاليت ګڼل کيږي.

اوس شينجيانګ په تر ټولو ښه پرمختيايي پړاو کې دی او په مسلسلو څه باندې څلوېښتو مياشتو کې د زورزياتي او ترهګرۍ پېښې نه دي رامنځته شوې. بېلا بېل قومي وګړي د انار دانو په شان سره يو ځای کيږي او په ارامه ټولنه کې ژوند کوي. تېر کال د دې سيمې د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شپږ اعشاريه دوه زيات شوی چې شمېر يې د چين د منځنۍ سويې په پرتله ډېر دی. په دې سيمه کې د بې وزلۍ انډول د ۲۰۱۳ کال په پای کې له ‍۱۹.۴ سلنې څخه د ۲۰۱۹ کال په پای کې تر ۱.۲۴ سلنې پورې راټيټ شوی دی.په دې سيمه کې د ترهګرۍ او تندلارۍ د له منځه وړلو لپاره د نيول شويو تدبيرونو له امله نه يوازې د دې سيمې د پرمختګ زمينه برابره شوې بلکې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې يې د نړيوالو مسؤليت هم ادا کړی.

تر اوسه پورې د ۹۱ هېوادونو د څه باندې اويا ډلو څه د پاسه زر تنو له شينجيانګ څخه ليدنه کړې او تر ليدنې وروسته يې ويلي چې په دې سيمه کې د ترهګرۍ او تندلارۍ ضد د چين تجربې د زده کړې وړ دي.

حقيقت هېڅوک نشي پټولای، خو د مايک پومپيو په شان امريکايي سياستوالو تل پر دغه حقيقت سترګې پټې کړې او ډېرې سياسي درامې يې جوړې کړې دي. په امريکا کې په کوويد۱۹ ويروس د اخته شويو کسانو د شمېر د ډېرو په حال کې د دوی دغو کړنو نه يوازې نورو هېوادونو ،بلکې خپله امريکا ته زيان رسولی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای