CRI Online

په بريتانيا کې د چين سفير: په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتونکی قانون د يو هېواد او دوو نظامونو پاليسۍ سره پوره سمون لري

cri     (GMT+08:00) 2020-07-07 16:12:54

په بريتانيا کې د چين سفير ليو شياو مينګ پر ځايي وخت د جولای په ۶مه نېټه وويل، چې په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتونکی قانون د يو هېواد او دوو نظامونو تګلارې سره پوره سمون لري او د دغې تګلارې سالم او دايمي تطبيق به تامين کړي. نوموړي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې هانکانګ د چين هانکانګ دی او د هانکانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي، هيڅ بهرنی هېواد يې په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري.

په بريتانيا کې د چين سفير ليو شياو مينګ د جولای په ۶مه نېټه په سفارت کې له چيني او بهرنيو خبريالانو سره ويډيويي خبري ناسته تر سره کړه او په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتونکي قانون په اړه يې د چين رسمي دريځ بيان کړ. ليو شياو مينګ وويل، چې د دغه قانون جوړونه په هانکانګ کې د ملي امنيت د ساتلو په برخه کې د هېواد په کچه د قوانينو سيستم او د قانون اجراکوونکي ميکانيزم د بشپړولو ګام دی، د خلکو له ګټو او هيلو سره سمون لري او ضروري کار دی.

(( دغه قانون نه يوازې د يو هېواد او دوو نظامونو تګلارې سره پوره سمون لري بلکې د دې تګلارې سالم او دايمي تطبيق به هم تامين کړي. په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتونکی قانون په څرګنده توګه دې ته اشاره کړې چې د (( يو هېواد او دوه نظامونه))، (( د هانکانګيانو له خوا د هانکانګ اداره)) او (( د لوړې کچې پخپله اداره )) تګلارې به په ټينګ او دقيق ډول پلې شي. (( يو هېواد او دوه نظامونه )) بشپړ سيستم لري، چې يو هېواد د دوو نظامونو بنسټ دی او دوه نظامونه د يو هېواد تابعيت او زيږنده ده. (( دوه نظامونه)) يوازې د ((يو هېواد )) د تضمين پر بنسټ تامينيږي. ))

سفير ليو شياو مينګ وويل، چې په هانکانګ کې داسې کړه وړه رامنځته شوي چې غواړي (( يو هېواد او دوه نظامونه )) چلنج کړي او دغه تګلاره ويجاړه کړي، په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتونکی قانون يو هېواد د صلاحيت د ساتلو په موخه جوړ شوی، وروستی هدف يې د يو هېواد او دوو نظامونو ساتنه او بشپړوالی دی، د دغې تګلارې بدلون نه دی.

(( د دغه قانون جوړونه د مرکزي حکومت د هراړخيزې ادارې حق او د هانکانګ د خاصې اداري سيمې د لوړې کچې د پخپلې ادارې حق ترمنځ د وحدت ښکارندويي کوي، دغه وضعيت به بدل نه شي او په هانکانګ کې کاپيټاليستي نظام پلی کيږي او د لوړې کچې پخپله اداره او د خاصې اداري سيمې قانون سيستم پکې پلي کيږي، او د دې سيمې پر اداري حق، قانون جوړوونکي حق او خودمختاري عدلي حق به اغېزه و نه کړي. ))

سفير ليو شياو مينګ دې ته اشاره وکړه چې د بريتانيا هغه کړه وړه بېخي ناسم دي او دا د دغه هېواد تېروتنه ده چې (( د چين او بريتانيا ترمنځ ګډه اعلاميه )) يې له يو هېواد او دوو نظامونو سره ګډه کړې او پر چين يې د نړيوال مسئوليت د نه عملي کولو تور لګولی دی.

(( د يو هېواد او دوو نظامونو په اړه د چين حکومت اصول او تګلاره په پوره توګه د هانکانګ له بنسټيز قانون څخه ښکاري او په هراړخيزه توګه پلې کيږي، نو دغسې تش په نوم مسئله شتون نه لري چې په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتونکی قانون د چين له نړيوال مسئوليت څخه سرغړونه ده. ))

سفير ليو شياو مينګ د خپلو خبرو په پای کې ځانګړې يادونه وکړه او و يې ويل، چې بريتانيا چين ته د بېرته راستون شوي هانکانګ په اړه د حاکميت، ادارې او څار حقوق نه لري، خو د بريتانيا حکومت څو ځلې د تش په نوم (( د هانکانګ مسئلې نيم کلنی راپور)) په خپرولو سره د هانکانګ چارو په اړه نظريې څرګندې کړي. د بريتانيا دغه کړنه د چين په کورنيو چارو کې څرګنده او سخته لاسوهنه ده او د نړيوالو اړيکو د بنسټيزو اصولو څرګنده پايمولونه ده.

(( هانکانګ د چين هانکانګ دی او د هانکانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي، هيڅ بهرنی هېواد په دغو چارو کې د لاسوهنې حق نه لري. په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتونکي قانون يوه مهمه دنده د هغو کړنو مخنيوی او ورته سزا ورکول دي چې غواړي له بهرنيو هېوادونو او يا ځواکونو سره لاس يو کړي او د هانکانګ ملي امنيت ته زيان ورسوي. د دغه قانون د تطبيق پر وړاندې د خنډ اچولو هر بد نيت به د ټولو چينايانو له ټينګ مخالفت سره مخامخ شي او هرومره به ناکام شي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای