CRI Online

په دې وروستيو کې په امريکا کې پر کوويد-۱۹ ويروس د اخته کسانو شمېر د چټک زياتوالي سبب څه دی؟

cri     (GMT+08:00) 2020-07-07 16:22:49

په دې وروستيو کې په امريکا کې پر کوويد-۱۹ ويروس د اخته کسانو شمېر او د زياتو سيمو په روغتونونوکې د بستري ناروغانو شمېر د زياتېدو په حال کې دی. د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په قول په دغه هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر د دوامداره زياتوالي سبب دا دی چې د معاينې اندازه يې د نورو هېوادونو په پرتله زياته ده. خو ډېرو امريکايي کارپوهانو دې ته اشاره کړې چې په امريکا کې د کوويد-۱۹ ويروس د ثبت شويو پېښو د چټک زياتوالي سبب د معاينې توان لوړوالی نه دی، بلکې پر دغه ويروس د اخته کېدنې انډول لوړوالی دی، په بله ژبه د دغه ويروس د خپرېدو سرعت د چټکوالي په حال کې دی.

د جولای په ۵مه نېټه د امريکا د ناروغيو د وقايې او کنترول مرکز په ويبپاڼه کې د خپرې شوې شمېرنې له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې پر کوويد-۱۹ ويروس د اخته کسانو شمېر تر ۵۲ زرو زيات شوی او ۲۷۱ تنه مړ شوي. د جولای په ۴مه نېټه د نوموړي مرکز د خپرې شوې شمېرنې له مخې د ثبت شويو پېښو د ورځني زياتوالي شمېر ۵۷۷۱۸ تنه رسېدلی چې دا رقم د دغه ويروس له خپرېدو راهيسې تر ټولو لوړ و. د امريکا د جانز هاپکينز پوهنتون د شمېرنې له مخې، د ختيځې امريکا پر وخت د جولای د ۵مې نېټې تر شپې پورې په دغه هېود کې له ۲ مليونو او ۸۸۸ زرو څخه زيات کسان پر کوويد-۱۹ ويروس اخته شوي او تر ۱۲۹ زرو زيات کسان د دغه ويروس له امله مړه شوي دي.

ټرمپ د جولای په ۴مه نېټه په خپله وينا کې يو ځل بيا وويل، چې د ثبت شويو پېښو چټک زياتوالی د لويې پيمانې د معاينې نتيجه ده او امريکا د دغه ويروس پر ضد په مبارزه کې ډېرې لاسته راوړنې لري. خو د نوموړي خبرې زياتو امريکايي طبي کارپوهانو ته د منلو وړ نه دي.

د امريکا د روغتيا او عامه خدمتونو مرستيال وزير بريټ ګيروار وويل، چې که څه د معاينو له زياتوالي سره به نورې زياتې پېښې پيدا شي، خو باور لرو چې په دې وروستيو کې د اخته کسانو شمېر په رښتينې توګه زيات شوی، ځکه په معاينو کې د هغو کسانو ونډه د زياتېدو په حال کې ده چې د معاينې نتيجې يې مثبتې دي. په دې وروستيو کې د هېواد په جنوبي او لويديځو ايالتونو کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېر زيات شوی، ځکه په دغو ايالتونو کې له ۳۵ کلونو څخه ټيټ عمر لرونکو کسانو په ډله ييزو فعاليتونو کې ماسکونه نه دي اچولي او يا مناسب واټن يې نه دی ساتلی.

د کليفورنيا پوهنتون د سن ډيګو فرعي پوهنځي د ساري ناروغيو څانګې مدير روبرټ سکولي له خبريال سره په مرکه کې وويل، چې په دې وروستيو کې په معاينو کې د مثبتو نتيجو انډول د چټک لوړوالي په حال کې دی، دا د معاينو د زياتېدو نتيجه نه ده، بلکې دا ښيي چې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زيات شوی دی.

د امريکا د روغتيا او عامه خدمتونو وزير اليکس ازار څو ورځې مخکې ويلي چې د امريکا له خوا پر کوويد-۱۹ ويروس د اخته شوو کسانو د شمېر د کنترول ښه فرصت تېر شوی دی. زياتو امريکايي طبي کارپوهانو له خبريالانو سره په مرکو کې ويلي چې د دغه هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د اقتصادي بيا سمسورتيا د هڅولو په بهير کې د ويروس د وقايې او کنترول مناسب تدبيرونه نه دي نيولي او د نژدې تماس لرونکو کسانو د موندلو او قرنطين په چارو کې مسئلې ارامنځته شوې چې دا د وبا د چټک خپرېدو سبب ګرځيدلې دي.

له يادو معلوماتو څخه ښکاريږي چې د ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې ناکام تدبيرونه په امريکا کې د وبا د چټک خپرېدو رښتينی سبب دی. پر نورو هېوادونو د خپل مسئوليت اچول د دغه ويروس د مخنيوي لپاره هيڅ ګټه نه لري او د خلکو ژوند نه شي ژغورلی. مهمه دا ده چې د اوسني وضعيت کنترول د امريکا حکومت لپاره تر ټولو مهم کار دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای