CRI Online

چين او هند په يو لوري ګامونه پورته کوي او په سرحدي سيمه کې ثبات د دواړو خواوو په ګټه دی

cri     (GMT+08:00) 2020-07-07 21:13:35

د چين او هند ترمنځ د سرحدي مسئلې په هکله د چين ځانګړي استازي، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای د پنځمې نيټې په شپه د هند له ځانګړي استازي او د دې هېواد د دولتي امنيت له سلاکار عاجيت دوال سره تليفوني خبرې وکړې او د اوسني سرحدي تاوتريخوالي د کمښت په هکله يې څلور فقيره ييز توافق وکړ، داسې چې دواړه خواوې دې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ شوې موافقې پلې کړي،د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي مسئلې په هکله دې شوي تړونونه مراعات کړي،د دواړو هېودونو ځانګړي استازي دې د يو ميکانيزم په رڼا کې نظرونه تبادله کړي او موافقه يې وکړه چې ژر تر ژره د دواړو خواوو ترمنځ نژدې تماسونه له سره پيل شي.

چين او هند د سلا مشورو او خبرو له لارې خپلمنځي اختلافونه خل کړي او له دې څخه څرګنديږي چې دواړه لوري په دې اړه ټينګ هوډ لري او په دې کار سره په سرحدي سيمه کې د دواړو خواوو ترمنځ د شخړو د کمښت لپاره لوری روښانه شوی او د چين او هند ترمنځ د ښو اړيکو او د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو لپاره باور لاټينګ شوی دی.

د روان کال له اپريل راهيسې د ګلوان درې په شاوخوا کې د چين او هند ترمنځ سرحدې کشالې ته د نړيوالو پام ګرځېدلی دی. د چين پوځ د معلوماتو له مخې د دې کشالو حقيقت څرګند دی يعنې د هند سرحدي پوځ د دواړو خواوو ترمنځ د قوماندانۍ کچې په ملاقات کې له ګډو موافقو څخه سرغړولی او د يادې درې په شاوخوا کې يې لمسوونکی اقدامات کړي او حتی د چين پر پوځي افسرانو او سرتيرو حمله کړې چې له امله يې مرګ ژوبله رامنځته شوه.د هندي پوځ دغه کړنه د دواړو هېوادونو له اړوند تړون او د نړيوالو اړيکو له اصولو څخه سرغړونه ده.نو چين په دې اړه سخت احتجاج وکړ او د خپل حاکميت د ساتلو لپاره يې قوي تدبيرونه ونيول.

چين او هند په نړۍ کې دوه لوی پرمختيايی هېوادونه دي چې د هر يوه نفوس له يو مليارډ څخه زيات دی.نو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي سيمو د سولې او ارامتيا ساتل ډېر اهميت لري.

اوس مهال د پرمختګ موندل د دواړو هېوادونو لپاره لومړنۍ مهمه دنده ده. دواړه خواوې په دې برخه کې ګډې ګټې لري.هند بايد د دواړو هېوادونو د خلکو د بنسټيزو ګټو لپاره عامه افکار سم لوري ته رهنمايي کړي تر څو دغه مسئله پېچلی نه شي.د دې ترڅنګ چين او هند د نړيوال اقتصادي پرمختګ د مهم انجن په توګه د نړيوالو قوانينو پر بنسټ د نړيوال نظم د ساتلو په برخه کې ډېرې ګډې ګټې هم لري.

روان کال د چين او هند ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له اويايمې کاليزې سره برابر دی. دوه اړخيزې اړيکې له ډېرو ستونزو ګاللو څخه وروسته دې حال ته رسيدلي اود دواړو هېوادونو مشران پر دې توافق لري يعنې د دواړو هېوادونو ګډ پرمختګ د دواړو خواوو لپاره يوازينۍ سمه لار ده چې دا نه يوازې د دواړو هېوادونو او خلکو د بنسټيزو ګټو سره،بلکې د دايمي نړيوالې سولې او سمسورتيا له ساتلو سره هم سمون لري.نو په دې بنسټ چين او هند بايد په يو لوري ګامونه پورته کړي او شوې موافقې دې دې پلې کړي او په سرحدي سيمو کې دې د سولې او ارامتيا د ساتلو لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای