CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان: د کوويډ ـ۱۹ وبا لا اوج ته نه ده رسېدلې او د هوا له لارې د دغه ويروس د خپرېدو خطر نوې ارزونه روانه ده

cri     (GMT+08:00) 2020-07-08 11:08:43

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس ادهانوم غيبريسوس د جولای په ۷مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې د کوويډ -۱۹ وبا د سختېدو په حال کې ده او لا اوج ته نه ده رسېدلې. د دغه سازمان چارواکي څرګنده کړې، چې هره ورځ پر دغې ناروغۍ د تازه اخته شويو کسانو د شمېر د چټک زياتوالي تر څنګ د مړينې شمېر هم چټک زياتېږي. بر سېره پردې، دغه سازمان تائيده کړه چې د هوا له لارې د دغه ويروس د خپرېدو نوي شواهد رامنځته شوي او اړوند ارزونه روانه ده.

ښاغلي غيبريسوس په ياده خبري ناسته کې خبرداری ورکړ، چې دغه وبا د چټک خپرېدو په حال کې ده. ده وويل، )

(د دغې وبا د تازه رامنځته کېدو په وخت کې، ۱۲ اوونۍ کېږي چې په ټوله نړۍ کې پر دغې ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر ۴ لکو ته رسېدلی و. خو يوازې په تېرې اوونۍ کې په ټوله نړۍ کې پر دغې ناروغۍ د تازه اخته شويو کسانو شمېر له ۴ لکو تنو څخه اوښتی دی. اوس په ټوله نړۍ کې پر دغې ناروغۍ د اخته شويو کسانو عمومي شمېر ۱۱مليونو او ۴ لکو ته رسېدلی دی او د مړه شويو کسانو عمومي شمېر له ۵۳۵ زرو تنو څخه اوښتی دی. دغه وبا د چټک خپرېدو په حال کې ده او تر اوسه اوج ته نه ده رسېدلې. )

د دغه سازمان د بيړنۍ طبي پروژې ادارې اجرايوي مدير ميکايل ريان وويل، چې د سږ کال د اپريل او مې په مياشتو کې هره ورځ د تازه اخته کسانو شمېر شاوخوا سل زره تنه و، خو اوس هره ورځ دغه شمېر کابو دوه سوه زره دی. هغه خبرداری ورکړ چې پر دغه ويروس د تازه اخته کسانو د شمېر د چټک زياتوالي له امله به د مړينې شمېر هم چټک زيات شي.

دغه سازمان په ياده ناسته کې د هوا له لارې د دغه ويروس د خپرېدو مسئلې ته هم پاملرنه وکړه. مخکې تردې، د ۳۲ هېوادونو ۲۳۹ ساينسپوهانو په يو خلاص ليک کې غوښتنه کړې چې د روغتيا نړيوال سازمان بايد د هوا له لارې د دغه ويروس د خپرېدو خطر ته پاملرنه وکړي. هغوی په دغه ليک کې ليکلي چې دغه سازمان د هوا له لارې د دغه ويروس د خپرېدو خطر ته په سمه سترګه نه دي کتلي، خو ډېر زيات شواهد شته چې د هوا له لارې د دغه ويروس د خپرېدو خطر سخت دی.

د دغه سازمان د سرايتو د وقايې او کنترول مرکز د تخنيکي چارو مسؤلې بنيديټا اليګران په دغه ناسته کې تائيده کړه، چې د هوا له لارې د دغه ويروس د خپرېدو شواهد د زياتېدو په حال کې دي. هغې وويل، 

( اړوندې څيړنې د زياتېدو په حال کې دي او شواهد ګام په ګام زياتېږي، خو فيصله کوونکې نتيجه نه شته. نو د عامو ځايونو په فضا کې د هوا له لارې د دغه ويروس د خپرېدو امکانات نه شي لغوه کولای، په تېره بيا په خاصو شرايطو کې، مثلاً، په ګڼې ګوڼې، سرپټو ځايونو او تازه هوا نه لرونکو ځايونو کې. د اړوندو شواهدو د لټولو او څيړلو کارونه روان دي او دغه سازمان به له اړوندو کارونو څخه ملاتړ وکړي. )

د دغه سازمان د بيړنۍ طبي پروژې ادارې د تخنيکي چارو مسؤلې ماليا وان خوف په دغه ناسته کې وويل، چې دغه سازمان تل د هوا له لارې د دغه ويروس د خپرېدو مسئلې په باب له ساينسپوهانو سره نژدې تماس ساتلی او په نژدې راتلونکې کې به د دغه ويروس د خپرېدو د طرزونو او لارو په باب يو راپور خپور کړي.

مخکې تر دې، د روغتيا نړيوال سازمان پر دې ټينګار کاوه چې دغه ويروس په عمده توګه د خلکو ترمنځ د تماس او اړيکو له لارې او د اخ ټوخ، خبرو او تنفس په وخت کې د کوچنيو زرو او بڅرو له لارې خپرېږي. که څه هم د هوا له لارې د دغه ويروس د خپرېدو ګواښ شته، خو دا يوازې په ځانګړي طبي چاپيريال کې رامنځته کېږي. که د هوا له لارې د دغه ويروس د خپرېدو نتيجه تائيد شي، نو د دغه ويروس د وقايې او کنترول لپاره به نوي تدبيرونه ونيول شي، مثلاً، په خونو کې به هم خلک مجبور وي، چې ماسک واچوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای