CRI Online

د روسيې د فيدرالي امنيت شورا منشي: د امريکايي رسنيو هغه خبرونه بې اساسه وبلل چې روسيې د افغانستان طالبانو ته ډاليو ورکولو سره غوښتي دي چې په افغانستان کې پر ميشتو امريکايي پوځيانو بريدونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-07-08 14:03:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د فيدرالي امنيت شورا منشي نيکولای پاتروشيف د جولای په ۷مه نېټه وويل، د امريکايي رسنيو هغه خبرونه بې اساسه دي چې روسيې د ډاليو ورکولو له لارې د افغانستان له طالبانو څخه غوښتي دي چې په افغانستان کې پر ميشتو امريکايي پوځيانو بريدونه وکړي. هغه هيله لري چې امريکايي سياستوال د روسيې د ګټو د ويجاړولو له لارې په عمومي ټاکنو کې د خپلو ګټو له تر لاسه کولو څخه لاس واخلي.

د روسيې د ارګومنز او فاکز اوونيزو د جولای په ۷مه نېټه د نوموړي خبر په حواله وويل، روسيې له طالبانو سره هيڅ همکاري نه ده کړې او په ۲۰۰۳ کال کې يې طالبان د ترهګريز سازمان په توګه منلي دي. يوازې هغه کسان چې د افغانستان وضيت نه پېژني يا په بد نيت ځايي واقعيت تحريفوي، د تش په نامه د ډاليو ورکولو له لارې د بريدونو د غوښتنې دا ډول بې اساسه خبرې کولی شي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای