CRI Online

د امريکا رسنۍ: امريکا د کوويدـ۱۹ ويروس د تېست له ستونزو سره مخامخ ده

cri     (GMT+08:00) 2020-07-08 14:21:44

د امريکا سياسي خبري ويبسايټ پوليتيکو د جولای په ۵مه نېټه خبر ورکړ، سره له دې چې په تېره يوه اوونۍ کې په امريکا کې څه باندې ۴ ميليونه کسانو د نوکليک اسيد تېست تر سره شوی، خو په بېلابېلو ايالتونو کې د محدوديتونو له منځه وړلو سره پر کوويدـ۱۹ ويروس باندې د اخته شوو کسانو د شمېر زياتوالی له ريکارډ څخه اوښتی دی، له دې امله امريکا د نوکليک اسيد تېست په برخه کې له نوې ستونزې سره مخامخ شوې ده.

د پوليتيکو د يادې ليکنې نوم (( ولې تر اوسه پورې امريکا لا هم د تېست ستونزه نه ده حل کړې؟)). په دې ليکنه کې دا هم راغلي چې د امريکا د عمومي روغتيا کارپوه ويلي، په دغه هېواد کې ښايي کوويدـ۱۹ وبا په راتلونکو څو مياشتو کې له کنټرول څخه ووزي. په دې وروستيو ورځو کې دغه هېواد کې پر کوويدـ۱۹ ويروس د اخته کسانو شمېر په چټکه توګه زيات شوی، خو د تېستونو سرعت دومره چټک نه دی، نو د دې ويروس د وقايې چارې نورې هم پېچلې ګرځېدلې دي.

د دې وبا له پېښېدو راهيسې امريکا په عين وخت کې د دې وبا د وقايې، د اقتصاد د کمزوري کېدو او د بېکارۍ کچې د زياتوالي له مسئلو سره مخامخ ده. له می مياشتې راهيسې د دې هېواد د بېلابېلو ايالتونو بنديزونه لغوه شوي، تصديو پر خپلو کارکوونکو باندې تېستونه تر سره کړي او په روغتونونو، زندانونو او سناتوريمونو کې د تېستونو غوښتنې هم زياتې شوې. په عين وخت کې د يو صندوق د راپور له مخې، د امريکا په ځينو سيمو کې د کوويدـ۱۹ ويروس د تېستونو مرکز شتون نه لري، چېرته له ۲۰ ميليونو څخه زيات کسان پکې ژوند کوي او زياتره اوسېدونکي يې د بېلابېلو نژادونو لرونکي وګړي دي.

ديموکرات ګوند سناتور پاتي مورای وويل، د ټرمپ حکومت نه شو کولی چې د دولت په کچه له دې وبا سره مبارزه وکړي، لکه د تېست کچه او له ناروغانو سره د نژدې تماس درلودونکو کسانو د څارنو کچه زياته کړې او د بېلابېلو نژادونو د روغتيايي توپيرونه يې زيات کړي، له دې امله دغه بحران به ډېرې سختې پايلې رامنځته کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای