CRI Online

د چين خارجه وزارت معين لوه جاو هوې د خارجه وزارت معينانو په کچه د چين، افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې اړخيزو ستراتيژيکو خبرو اترو د درېيم پړاو مشري وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-07-08 14:53:52

د خارجه معينانو په کچه د چين، افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې اړخيزو ستراتيژيکو خبرو اترو درېيم پړاو د جولای په ۷مه نېټه د ويډيويي ناستې په ډول تر سره شو. د چين خارجه وزارت معين لوه جاو هوې د دغې ناستې مشري وکړه. د افغانستان خارجه وزارت معين او د پاکستان د خارجه وزارت سکرټر هم پکې ګډون درلود. درېيو خواوو د کوويډ -۱۹ وبا پرضد د مبارزې، له ترهګرۍ سره د مقابلې، د امنيت د ساتنې او د افغان سولې بهير د پياوړتيا په برخو کې د خپلمنځيو همکاريو په اړه د نظريو ژورې تبادلې وکړې او ګډو نظريو ته رسېدلي دي.

په دغه ناسته کې دريواړه خواوو لاندې ګډ خبر ورکړ:

 

دريواړه خواوې د درېيو هېوادونو ترمنځ همکاريز ميکانيزم ته په ډېره درنه سترګه ګوري، په مداومه توګه به د خارجه وزيرانو په کچه د درېيو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د نتيجو د پلې کولو لپاره هڅې وکړي، د دغو خبرو اترو په چوکاټ کې به تګ راتګ، همکارۍ او متقابل باور پياوړی کړي.

دريواړه خواوې به په مداومه توګه د کوويډ -۱۹ وبا پرضد د مبارزې په اړه نژدې همکارۍکوي او له نړيوالې ټولنې څخه غواړي چې د تبعض او بدنامۍ له عملونو سره مخالفت وکړي، د روغتيا نړيوال سازمان له لارښوونو څخه ملاتړ وکړي او د دغې وبا د ګډې وقايې او کنترول لپاره هڅې وکړي، څو د دې سيمې او حتی د ټولې نړۍ عامه روغتيايي امنيت وساتل شي.

چين او پاکستان د افغان حکومت او اړوندو خواوو د هغو عملونو ستاينه کوي چې د بنديانو تبادله کوي او د بين الافغاني خبرو اترو لپاره د زمينې برابرولو هڅونه کوي. اړوندې خواوې دې د زور زياتي په کمښت سره بشردوستۍ اوربند تر سره کړي. چين او پاکستان به له افغان حکومت سره لا نژدې همکارۍ وکړي، د افغانانو تر لارښوونې او کنترول لاندې له افغان سولې بهير څخه به ملاتړ وکړي، د بين الافغاني خبرو اترو له ژر بيا پيل کېدو څخه به ملاتړ وکړي، څو له ۲۰۰۱ م کال راهيسې د افغانستان د پرمختګ برياليتوبونه وساتل شي او په افغانستان کې ژر سوله او ثبات رامنځته شي.

افغانستان او پاکستان به خپلمنځي ډيالوګ پياوړی کړي او په جدي توګه به ( د افغانستان او پاکستان د سولې او يووالي د عملياتو پلان) تطبيق کړي، څو دوه اړخيزې اړيکې ګام په ګام ښې شي. چين به په مداومه توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو د ښه والي لپاره رغنده رول ولوبوي.

دريواړه خواوو له دې سره هوکړه وکړه چې د افغان پناه وړونکو مسئله دې د افغانستان د سولې بهير يوه برخه وګرځي، دولت او ټولنه بايد اړوند مهالوېش طرحه کړي او اړوندې مرستې دې وکړي، څو افغان پناه وړونکي په ابرومند ډول بېرته خپل وطن ته ستانه شي.

دريواړه خواوې له نورو هېوادونو څخه غواړي چې د افغانستان د حالاتو له مخې په منظمه او مسؤلانه توګه له دغه هېواد څخه پوځونه وباسي، څو د ترهګريزو ډلو د بيا قوي کېدو مخه ونيول شي. درېيو خواوو له دې سره موافقه وکړه چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخو کې لا نژدې همکارۍ وکړي او د ختيځ ترکستان په شمول له ترهګريزو ډلو سره مقابلې وکړي، څو ګډ امنيت وساتل شي.

دريواړه خواوې به په مناسبه ډول په لا پراخه ساحه کې درې اړخيزې مؤثرې همکارۍ پياوړې کړي، څو د خارجه وزيرانو په کچه د درېيو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د څلورم پړاو لپاره زمينه برابره کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای