CRI Online

د علمي تکنالوژۍ په برخه کې د امريکا زورواکه غوښتنه د چين پرمختګ مخه نه شي نيولی

cri     (GMT+08:00) 2020-07-09 15:03:00
د علمي تکنالوژۍ په برخه کې د امريکا زورواکه غوښتنه د چين پرمختګ مخه نه شي نيولی

په تېره ۱۹ پېړۍ کې يو فرانسوي فيلسوف ساينټ سايمن ويلي وو چې د ساينس او مالوماتي تکنالوژۍ پرمختګ د ټولو انسانانو لپاره يوازينۍ ګډه ګټه ده.

د علمي تکنالوژۍ په برخه کې پرمختللې سويه له اوږدې مودې راهيسې د امريکا د عمومي توان يوه مهمه څرګندونه ده. په دې وروستيو کلونو کې چين هم په دې برخه کې ګړندی پرمختګ تر لاسه کړی او د امريکا وړتياوې د کمېدو په حال کې دي. امريکا تل مساوي سيالۍ ته لومړی اهميت ورکړی، نو بايد پر دغې روحيې ټينګار وکړي او د علمي تکنالوژۍ په برخه کې د لا زياتو نويو برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره کوښښونه او هڅې وکړي. خو واقعيت دا دی چې امريکا د زورواکې غوښتنې په لرلو سره د چين د تخنيکي تصديو پر وړاندې ډېر خنډونه جوړ کړي دي. د بېلګې په توګه، امريکا د ملي امنيت ساتلو په پلمه د چين پر هواوې تخنيکي تصدۍ بنديزونه لګولي، حال دا چې هېڅ شواهد نه لري، او له کاناډا څخه يې غوښتنه وکړه چې د دې تصدۍ مالي مشره مېرمن منګ وان جو ونيسي. د امريکا د جمهوريت غوښتونکي ګوند غړي مارکو روبيو حتی وغوښتل چې د هواوې شرکت مخه ونيسی، څو په امريکا کې پر خپل امتيازي حق د تېري په اړه امريکايي محاکمې ته دعوا وړاندې نه کړي.

ايا د امريکا زورواکه غوښتنه د چين د علمي تکنالوژۍ د پرمختګ مخه نيولی شي؟ ځواب يې نه دی.

لومړی: چين پخپله نوښتي چارو ته ستر اهميت ورکوي. رئيس شي جين پينګ ويلي چې کليدي تکنالوژۍ نه غوښتل او نه اخيستل کېږي. لسګونه کاله مخکې، چين د خپلې تکنالوژۍ پر مټ اټومي بمونه، توغندي او مصنوعي سپوږمکۍ جوړې کړې دي. اوس د ساينس په برخه کې د چين څېړنيز لګښت په نړۍ کې دوهم مقام نيسي او هر کال لس سلنه زياتېږي. څو ورځې مخکې چين د بې دو لارښوونکي سيستم وروستۍ سپوږمکۍ په برياليتوب سره فضا ته وتوغوله او په دې توګه د بې دو سيسټم بشپړ شو او په ګرده نړۍ کې د موقعيت تاييدولو توان لري. برسيره پر دې، چين د G5، کونټم مخابرات Quantum Communication او مصنوعي ځيرکتيا په شمول ځينو برخو کې هم يو لړ برياليتوبونه تر لاسه کړي. د نړيوالو نوښتي چارو د انډول راپور دا ښيي چې چين د دغه انډول د ليست په مخکښو ۲۵ مقامونو کې يوازينی پرمختيايي هېواد دی.

دوهم: چين تل د علمي تکنالوژۍ په برخه کې د پرانيستې او همکارۍ پر تګلارو ټينګار کړی او کوي يې. په ۲۰۱۸ کال کې د چين او فرانسې لخوا په ګډه جوړه شوې لومړۍ سپوږمکۍ فضا ته په برياليتوب وتوغول شوه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ يوه نمونه وګرځېده. د چين فضايي اډه چې د جوړېدو په حال کې ده، د بېلا بېلو هېوادونو د همکارۍ هرکلی کوي او تر اوسه د ۱۷ هېوادونو پروژې د دې اډې د علمي ازموينو په ليست کې شاملې شوي دي. په علمي تکنالوژۍ کې د نړيوالې همکارۍ پياوړتيا تاريخي تمايل دی او امريکا نشي کولای چې دا بدل کړي.

درېيم: بهرنيو تخنيکي تصديو ته د چين بازار د پرانيستې سويه لا نوره لوړه شوې ده. امريکا د چين د هواوي تخنيکي شرکت پر وړاندې دروازې بندې کړې، خو په عين وخت کې چين د امريکا د Tesla تسلا برقي موټر شرکت ومانه او دغه شرکت په چين لومړی داسې موټري شرکت دی چې پخپله پانګونه کوي. دغه ډول برقي موټرو په چيني بازار کې د سيالۍ پياوړی توان ښکاره کړی دی. که تخنيکي شرکتونه په چين کې پانګونې وکړي، دا به نه يوازې چين ته ماليات ورکړي او چينايانو ته به د کار فرصتونه برابر کړي، بلکې چيني تصدۍ به وهڅوي چې په سيالۍ کې خپل توان لوړ کړي.

دا يو واقعيت دی چې چين د علمي تکنالوژۍ پرمختګ په برخه کې لا هم بايد ډېر کوښښونه وکړي. د امريکا زورواکه غوښتنه د چين د پرمختګ مخه نه شي نيولی، بلکې دا به په نړيوالو بازارونو کې د امريکايي تکنالوژۍ برخې او سيالي توان د کمېدو سبب وګرځي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای