CRI Online

ډيجيټل اقتصاد د چين د اقتصاد د زياتوالي د خوځنده ځواک يوه مهمه برخه ګرځېدلې

cri     (GMT+08:00) 2020-07-09 15:16:57

د چين د معلوماتو او مخابراتو اکاډمۍ تازه د چين د ډيجيټل اقتصاد د پرمختګ سپين کتاب خپور کړی، چې له مخې يې، په ۲۰۱۹م کال کې د چين د ډيجيټل اقتصاد د زياتوالي اندازه ۳۵ زره او ۸ سوه مليارډو يوانو ته رسېدلې، چې دغه شمېر د همدې کال لپاره د چين په GDP کې ٪۳۶.۲ نيولی دی. په ۲۰۰۵م کال کې د چين په GDP کې د ډيجيټل اقتصاد انډول يوازې ٪۱۴.۲ و. د يادونې وړ خبر دا دی، چې په ۲۰۱۹م کال کې د چين د GDP د زياتوالي لپاره د ډيجيټل اقتصاد خدمتي انډول ٪۶۷.۷ ته رسېدلی و، نو ډيجيټل اقتصاد د چين د اقتصاد د زياتوالي د خوځنده ځواک يوه مهمه برخه ګرځېدلې ده. په ۲۰۱۹م کال کې په چين کې د توليداتو د پرچون انلاين خرڅلاو اندازه ۸ زره او ۵ سوه مليارډو يوانو ته رسېدلې چې دغه شمېر د ۲۰۱۸م کال په پرتله ٪۱۹.۵ زيات شوی و او د چين د پرچون خرڅلاو په عمومي اندازه کې يې ٪۲۰.۷ ځای نيولی و.

اوس په چين کې ډيجيټل اقتصاد په داسې نوي حال کې دی، چې په لا پراخه ساحه کې له واقعي اقتصاد سره نښلوي، د نښلولو ځنځير يې لا ټينګېږي او جوړښت يې لا ښه کېږي. ډيجيټل اقتصاد د توليد، کرنې، ترافيک، ښوونې او طب په شمول په بېلا بېلو ساحو کې د چين د اقتصاد د پرمختګ موډل تعديلوي او داسې ساحې د ډيجيټل کېدو، انټرنيټي کېدو او فکري کېدو په حال کې دي چې په دې مناسبت د چين اقتصاد په ښه کيفيت سره چټک پرمختګ مومي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای