CRI Online

د کډوالو پر ضد تبعيض او ظالمانه چلند او د امريکا بشري حقوقو ته کتنه !

cri     (GMT+08:00) 2020-07-09 16:33:25

د چين د بشري حقوقو څېړنيز مرکز د جولای په ۹مه نېته د يوې ليکنې (( د کډوالو پر ضد تبعيض او ظالمانه چلند او د بشري حقوقو په اړه د امريکا رياکاره بڼه ښکاره شوې )) په خپرولو سره ويلي، چې په امريکا کې د کډوالو پر ضد د امريکا حکومت مذهبي تبعيض، کلتوري سپکاوی او نژادي دفاع د سختېدو په حال کې دي. امريکا د کډوالو په برخه کې له بهرنيانو سره د کورکورانه مخالفت د تګلارو په وسيله پر نورو نژادونو ظالم کوي او د کډوالو پر بنسټيزو حقونو او انساني کرامت څرګند تيری کوي، له دې څخه ښکاري، چې د امريکا د بشري حقونو د ساتلو په برخه کې ښکاره دروغ وايي.

په دې ليکنه کې دې ته اشاره شوې، چې په امريکا کې کډوال په زياتو برخو کې له سخت تبعيض او او ظالمانه چلند سره مخامخ دي او د امريکا حکومت د کډوالو پر ضد له زوره کار اخلي او په سرحدي سيمو کې يې په لويه پيمانه کډوال نيولي، د دغه هېواد د کډوالو د تګلارې له امله کوچني ماشومان له ميندو او پلارونو څخه جلا شوي او هلته د کډوالو او د دوی ماشومانو د ژوند او روغتيا حقوق له سخت تيري سره مخامخ دي.

امريکا له يوې خوا په کور دننه د بشري حقوقو په برخه کې د کډوالو پر ضد د تبعيض او سپکاوي په شمول پر غير بشري اوغير عادلانه مسئلو سترګې پټې کړي، له بلې خوا د تش په نوم (( بشري حقوق ساتونکي )) په توګه د بشري حقونو په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او خپلې نظريې څرګندوي او يا پر دغو هېوادونو بې بنسټه تورونه لګوي، دا د امريکا د بشري حقونو دوه مخي ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای